ګوشته کې ۶ سوه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ګوشته کې ۶ سوه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د FGA مرستندويه ادارې له لوري شپږ سوه کورنيو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، د ګوشتې ولسوالۍ ولسوال عبدالبصیر ګلاب وايي، چې یاده مرسته يې په شفاف ډول په اړمنو کورنيو وويشله.

نوموړي پر نورو مرستندويه ادارو هم غږ وکړ، چې په دې ولسوالۍ کې بېوزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کولو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينې برابرې کړي.




t