د افغان هوايي شرکتونو خدمات څنګه ارزوﺉ؟

د افغان هوايي شرکتونو خدمات څنګه ارزوﺉ؟

عزت الله اریال مدني فعال

په هیواد کي دهوایي شرکتونو دفعالیت په اړه باید ووایم چي یوازي په خړو اوبو کي ماهیان نیسي او ددي ملت په شکولو پسي يي لستوڼي راپورته کړي داځکه زموږ بد بختي داده چي زیاتي لويي او ملي اداري چي هر کله پوه سي چي ولس ورته سخته اړتیا لري او یا يي اداره مخته روانه ده نو هرڅه چي زړه غواړي هغه کوي دپوښتنی څوک بیله هغه بیا نسته، هوايي شرکتونو هم اوس داسي حالت خپل کړی داځکه هره ورځ مو هیوادوال دبهرنیو سفرونه ترڅنګ داخلي سفرونه هم دلویو لارو خرابوالي او امنیتي ستونزو له امله دهوايي لارو کوي یوازي دکندهار څخه کابل ته دورځي څلور دوه طرفه پروازه کیږي خو هوايي شرکتونه ددي پرځای چي ولس ته خدمات او اسانتیاوي ورځ تر بلي ډیري کړي برعکس ورځ تر بلي خدمات ټیټوي او دولس سرمایي ته يي دآم ایښي. شخصا چي مي هر داخلي او بهرنی سفر کړی دهوايي شرکتونو د بي کفایتی، بي پرواهۍ او یا نورو مسایلو له امله دیو ډول ستونزي سره مخ سوی یم. ډیر کم وخت راغلی چي پرواز دي پر دقیق وخت تر سره سوی یي کله دچارواکو په تمه پرواز پاته وي او کله بیا نوري زر بهاني ویل کیږي. دټکټونو قیمتونه خو يي په ولس مخ لګولی په خاص ډول دکامیر هوايي شرکت حتی کله چي زمیني لارو کي مشکل راځي نو پر ټکټونو بالادوۍ رواني وي، مخکي به دپرواز دلاسه ورکولو یا ټکټ بدلولو پر محال لږ فیصدي اضافه پیسي راتلي خو اوس دټکټ پوره بیه او یاهم تر توانه دي شکوي، داخلي خواړه يي دکوچنیانو دتیرایستلو خوارک وي هغه هم د وطني تولیداتو پرځای دبهرني توکو څخه استفاده کوي چي ښه مثال يي دکامیر هوايي شرکت لخوا دتیر یونیم کال څخه پاکستانی جوس دی چي دا دیو ملي اداري لپاره دشرم ځای دی، د الوتکو زوړ والی او د مسافرو په خاص ډول محلي خلګو سره د داخلي کارمندانو سپک چلندونه هم د اندیښني وړ موضوع ده چي یادو ستونزو ته په کتلو دا ثابتیږي چي دولت او د هوانوردۍ اداره په دي برخه کي پوره بیغوره او بي پروا دي، او یوازي يي دخپل ټکس په غم نیولي نه پوښتنه او نه هم څارنه دهوايي شرکتونو په خدماتو باندي سته، که چیري وای نو ننۍ ستونزي به ورځ په ورځ د ډیریدو پرځای ژر حل سوي وای. له دولت او هوانوردۍ له اداري مي هیله داده چي په دي برخه کي ویښ او دولس ستونزو ته رسیدګي وکړي د زړو الوتکو دپرواز مخنیوی، او دپرواز پرځنډیدولو او نورو تیروتنو جریمي وضعه کړي، او دمهمو ولایتونو دټکټونو قیمتونو کي ټیټوالی راولي او ترڅنګ يي دکندهارـ کابل او نورو لویو لارو د جوړیدو او امنیت غم وخوري چي ولس خو د داخلي پروازونو دغمه خلاص کړي او که چیري دولت بیاهم همداسي بیده پاتیږي بیا نو موږ او تاسو ولس ته پکار ده چي په دي برخه کي خپل ږغ پورته کړو او دغسي لویو او ملي شرکتونو د بیغوریو مخنیوی وکړو.

عبدالحکیم الفت مدني فعال

د هرڅه دمخه سلامونه او احترام ومني د افغان هوايي شرکتو خدمات ! دافغانستان ولس تر پزي راوستلې دیوي خوا دحکومت نه پاملرنه او فساد بل طرفته دافغان هوایي شرکتو دولسي وګړو سره ناځواني هغه څه دي چي موږ یې مطلق دخدماتو څخه ناخوښه کړې یو اول دټکټ قیمت په یوه مقدار نه وي څو ځله حکومت دټکټ قیمت ورته ټاکلي دي دوي یې په اړه سر غړونه کړې ده څه چي زړه وغواړي په هغه اندازه دټکټ په پلورو کي دبیچاره ولس سره ظلم کوي دوهم ټولو افغانانو ته معلومه ده دپرواز مشخص وخت نه وي معلوم په ساعتو ساعتو په یخ او ګرمي کښې په بی نظمه تر مینلو کي چي هلته نه دیخ او نه دګرمي انتظامات نیول سوۍ مریضان او سپین ږیري د دوي پروازو ته انتظار وي دریم دطیاري ګارسون یې داسي مغروره دي خبره نه ورسره کیږي څلورم په کمه اندازه چي دټکټ قیمت وي په هغه اندازه خدمات نه د سترګو کیږي په طیاره کښې دننه حشرات دمسافرو په سترګو ورننوزي نظم یې ګډوډ دي تاسو راسې نړیوالو ته وګورو چي هغوي په کمه اندازه خپل ولس ته خدمات کړې اوپه دي اړه حکومت هم ملامت بولم ځکه هوایي شرکتو ته یې پاملرنه او فکر نسته هر چا چي هر څه وکړه هغه کوي دوطن او ولس په کیسه کښې نه دي ټولو ته خپل جیبونه مهم دي اوبس.

محب هوتک لیکوال

افغانستان ورځ تر بلي د پرمختګ په لور روان دی او د نوي ټکنالوژي پرمختګونه پکښي کيږي خو په ډیر افسوس سره باید وویل سي چي زموږ د افغان هوايي شرکتونو خدمات بیا هم سړی د تیرو لسو کلنو حالت ته بیایي ځکه چي په دې برخه کي هیڅ کوم پرمختګ نه دی سوی حتی تر دا اندازې پوري چي د مسافرو لپاره د سفر کولو ټکټ لا پر هغه مناسب قيمت ولاړ نه دی په هفته کي يې قیمتونه کښته او پورته کيږي چي دا خپله د ملکي هوايي چلند ادارې پر کمزوري مدیریت دلالت کوي همدارنګه هغه خدمات چي د شرکتونو لخوا و مسافرو ته برابریږي هيڅ پر معیار برابر نه دي کله خو د الوتکي د پرواز د ټاکلي وخت څخه په ساعتونو ساعتونو مسافر ځنډول کيږي او روته ویل کيږي چي الوتکه نه ده رارسېدلې چي دا خپله د شرکتونو پر کمزوتیا دلالت کوي او هيڅوک پیدا نه سول چي په دې برخه کي نظارت ترسره کړي، همدارنګه بله لویه ستونزه د حاجیانو د سفر کولو پر مهال ده چي شرکتونو پوره ناغېړې کړې ده او مسافر يې د ځان څخه خوابدي ساتلي دي، ستونزي خورا زیاتي دي چي په ذکر کولو به يې د اخبار پوره صفحه ډکه سي زه به يې يو څو نوري ستونزي هم د مثال په توګه په لاندي ټول درته ولیکم د الوتکو پر وخت نه ترمیم، د پروازونو ځنډ د خپل ټاکلي وخت څخه، د شرکتونو له لوري د انټرنيټ نه موجوديت، د الوتکو د ټکټ نامناسب قیمت، د مسافرو د سامان الاتو ورکېدل او ځینو داسي ولایاتو ته چي هوايي ډګرونه هم لري خو داخلي شرکتونو ورته د الوتکو سفر کولو اسانتیاوي نه دي برابري کړي. پورته ذکر سوو ستونزو.

عبدالحی ډاډمن مدني فعال

که چیري وکتل سي او همداراز په هیواد کي دافغان هوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي وارزول سي ممکن زیاتي نیمګړتیاوي او پرتې ستونزي څرګندي او معلومي سي. دمسافرو او تلونکو کسانو له پاره هغه څه نه دي اماده سوي، لکه څرنګه چې یې اړتیالیدل کېږي. دټکټونو لوړ قیمت اود پرواز کولو له پاره زیات انتظار هغه ستونزي او مشکلات دي چې دافغان هوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي یې له ننګونو سره مخ کړي دي. له یوې خوا دلویو لارو امنیت خراب او ستونزمن دی، او له بلي خوا بیا دهوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي له ټاکلي معیار سره برابري نه دي. نوره نړۍ کې څه، آن په اسیایي هیوادونو کي دهوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي وکتل سي څرګنده به سي چې زموږ دافغان هوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي پر نشت حساب دي. لازمه ده چې دټکټونو پر لوړ قیمت او دمسافرو پر زیات انتظار غور او کتنه وسي، څو دافغان هوایي شرکتونو خدمات او اسانتیاوي یې پر معیار برابر کړل سي.

نور اغا نوري – د ځوانانو فعال

د افغان هوایي شرکتونو خدمتونه د اوسنيو شرایطو او ضروریتونو ته په کتو باید نور هم خپل چوپړونه د مسافرو په انتقال کې زیات کړئ. د اوسنیو شرکتونو خدمتونه لکه څرنګه چې له معیاري اړخه غني وي هغسې نه دی. په هیواد کې دننه د هوا له لاري د مسافرو انتقالول اوس وخت کې یوه مصؤنه او خوندي لاره ده. د هلمند څخه تر کابل پوري د لوي لاري په واسطه تګ د ځینو امنیتي ګواښونو او ستونزو سره مخ دی، نو په همدې سبب افغان هوایي شرکتونه د وګړو ضروریتونو او اړتیاوو ته په کتو همېشه باید یو ډول خدمتونه وړاندي کړي، د پروازونو ټکټونه همېشه یو ثابت قیمت نلري، بلکي قیمتونه زیات لوړېږي، چې دا هم د مسافرو لپاره اقتصادي نه تمامېږي، دې برخه کې باید ځانګړي تخفیفونه پام کې ونیول سي، دې برخه کې د اړوندو ادارو څخه غواړو چې فعالیتونه او چوپړونه ثابت وي. د افغان هوايې شرکتونه د افغانستان ځينو ولایتونو ته کم پروازونه لري، زیات وختونه یې خپل پروازونه ځنډولې، په ټکټ کې چې یې کومه نېټه ذکر کړې وي، پر هغماغه نېټه او ساعت پرواز معطلوي او یا یې لغوه کوي، دې برخو کې هم د مسافرو باور پر افغان هوایي شرکتونو باندي کمېږي. د افغان هوایې شرکتونه باید د هېواد ټولو برخو ته خپل پروازونه ولري او همدارنګه د هوایي شرکتونو د ټکټونو قیمتونه هم په هر وخت کې یو ډول نه وي. بهرنیو هیوادونو کې د هوا له لاري د مسافرو انتقالول پر ټاکلې وخت او د زیاتو خدمتونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي. موږ په افغانستان کې د دولتي او غیر دولتي هوايې شرکتونو د معیاري کېدو او د زیاتو هوايې کرښو په رامنځته کولو سره باید خدمتونه زیات کړي.

منور احمد (واحدي ) سیاسي شنونکي

افغان هوایی سیاحتی شرکتونه ټولو ته بهتره معلومه ده چه افغان هوایی شرکتونه نن سبا د انتقال تګ راتګ صادراتو وارداتو لپاره یوښه وصیله بلل کیږی اواستفاده ورڅخه کیږی او همدارنګه ولس ته یی د ښه خدماتو موقع برابره کړیده. خو متاسفانه چه دوی ډیری وختونه پخپله برخه کی وروسته پاته راغلی دی اوناسم فعالیتونه اوخدمات ترسره کوی اوبی غوری کوی لکه دټکټ دبیعی لوړوالی دمسافرینو دانتقال وخت ځنډول اوناسم خدمات وړاندی کول ځینی وختونه ناسم چلند اونورهغه څه دی افغان هوایی شرکتونه یی وروسته پاته راوستلی دی. غوښتنه موداده چه دوی باید دټولنی ستونزو ته په کتو په یادو ستونزو کی ترخپل وس اوتوان پوری دخپلی لایحی مطابق دخپلو هیوادوالو خدمت وکړی او د ستونزو څخه صرف نظر ونکړی مننه



افغانستان ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t