د انساني قاچاق د مخنیوي لاري چاري څه دي؟

د انساني قاچاق د مخنیوي لاري چاري څه دي؟

صاحب زاده نالان يو تن ټولنپوه

انساني قاچاق په مطلق ډول د بشري حقونو پر ضد يو جنايت دی او د انسان قاچاق، د انسان تجارت ته ويل کېږي، چي دغه قاچاقبران آن لوی جنايت کاران دي، ځکه دوی انسانان په دې موخه قاچاق کوي، تر څو له هغوی څخه جنسي ګټه اخيستنه وکړي، فحشا په وکړي، شاقه کارونه په وکړي، د مخدره توکو چاقاق او خرڅول په وکړي، د بدن غړي يې خرڅ کړي لکه زړه، پوښتورګي او داسي ورته نور جرمونه او جنايتونه په همدې قاچاق سويو انسانانو باندي ترسره کړي، چي د دغه بشري ضد پديدې قربانيان د غريبو او فاسدو هيوادونو وګړي دي، چي تر يوه بريده زموږ هيواد هم د دې فاسدو او غريبو هيوادونو په کتار کي راځي. د انساني قاچاق يو لوی لامل زما په نظر، په هيوادونو کي فساد، تبعيض، بې عدالتي، د قانون نه حاکميت، د فاسدو کسانو واک او قدرت په دولت کي. موږ او تاسي په دې وروستيو کي د سوريې او يمن خلخ وليدل چي د جنګ له وجهي مهاجر او ډېری شمېر يې د انساني قاچاقبرانو د جنايتونو ښکار سول.!

د انساني قاچاق اکثره قربانيان ښځي، ماشومان، قومي، مذهبي او نژادي اقليتونه دي، چي د انساني قاچاقبرانو ښکار کېږي. همدا راز د انساني قاچاق په څنګ کي د مهاجر قاچاق هم يو بل بشر ضد عمل دی، چي ډېری خلک غواړي له خپل هيواد څخه مهاجرت وکړي، نو د غيرقانوني لارو څخه د انساني قاچاقبرانو له خوا د يو تفاهم پر بنسټ، يعني د قاچاقبرو تر منځ صورت نيسي.

د مهاجر قاچاق د انساني قاچاق سره توپير دا دی، چي مهاجر په خپله خوښه قاچاقبر ته د پيسو په ورکولو سره معامله کوي، تر څو دوی د خپلي خوښي تر هيوادونو پوري ورسوي، اما انساني قاچاق بيا د زور، فريب، جبر، خوف او پلان سوي موخي لپاره ترې کار اخيستل کېږي. که چېري په يو هيواد کي فساد، ظلم، بې عدالتي او ښکاره تبعيض شتون ولری، نو خلک يې غيرقانوني مهاجرتونه کوي، چي اکثره دغه کسان هم د انساني قاچاقبرانو د موخو قرباني کېږي. زموږ په هيواد کي د انساني قاچاق لوی لامل په هيواد کي فساد، بېکاري، د قانون نه حاکميت، د جابرو، فاسدو او نااهلو کسانو د قدرت شتون، تبعيض او ناامني ده. که چېري په افغانستان کي دولت فساد ورک او عدالت تامين کړي، جنايت کاران د دندو څخه لېري او محکمه کړي، نور په هيواد کي د بېکارۍ پديده خپله له منځه ځي، فقر ورک کېږي، ټول وګړي خپل ورځنی ژوند د امن او د قانون د حاکميت په فضاء کي ويني.

حللاره: لومړی خو له نېکه مرغه، اوس موږ په افغانستان کي د انساني قاچاق په وړاندي د مبازرې قانون لرو، دغه قانون بايد د ټولني وکړو ته وروپېژندل سي. همدا راز نظامي او دفاعي ځواکونو ته دي د دغه قانون په اړه پوهاوی ورکول سي، په ځانګړې توګه د سرحدونو د ساتني سرتېرو ته. د ګاونډيو هيوادونو د سرحد ساتونکو سره دي زموږ د هيواد سرحد ساتونکي ځواکونه بايد منظمي او مسلکي اړيکي ولري، تر څو د انسان د قاچاق په مخنيوي کي آغېزمن تدابير نيول سوي وي. علماء، رسنۍ، مدني ټولني او قومي مشران بايد خپل د سيمي خلکو ته د انساني قاچاق په اړه پوهاوی ورکړي.

حبیب الله ذکي يو تن استاد

د انسانانو قاچاق په افغانستان کي یو له هغو پدیدو څخه دی چي د ګڼ شمېر هيوادوالو ژوند یې ګواښلی دی. د انسانانو د قاچاق په برخه کي زیاتره ماشومان او ځوانان دي چي ډېره برخه یې اروپایي هیوادونو ته قاچاق کېږي، چي دا د هيواد لپاره یو نه جبرانېدونکی حالت دی، ځکه زموږ د سترګو په وړاندي زموږ ځوان او راتلونکی پوټینشل د بېلابېلو څرګندو او ناڅرګندو دلیلونو په وجه نورو هيوادونو ته لېږدول کېږي. د انسانانو قاچاق یوازینۍ ستونزه نه ده چي موږ ترې کړېږو، په ښارونو کي د انسانانو تښتونه هم د هري ورځي په تېرېدو زیاتېږي، چي ډېر هيوادوال یې په تشویش کي کړي دي. د انساني قاچاق د رامنځ ته کېدو دلایل کېدای سي ډېر وي، خو ځیني مهم یې په لاندي ډول دي:

بېکاري، بېوزلي، ناامني، کمزوری اقتصادي حالت، د ناقانونه کډوالۍ له ستونزو ناخبري، د یو ناڅرګند راتلونکي څخه وېره او نور… د انسانانو په قاچاق او تښتونه کي تر ډېره مافیا او ناقانونه وسله والي ډلي، چي کېدای سي د ځینو لوړپوړو چارواکو ملاتړ هم ورسره وي، لاس لري. حکومت کولای سي د اړوندو ادارو مسؤلین دې برخي ته په جدي ډول متوجه کړي، تر څو د دې ډېرېدونکي خطر په وړاندي عملي مبارزه وکړي او د انساني قاچاق عاملین د ټولو پر وړاندي په سزا ورسوي، تر څو د نورو د عبرت سبب سي. د قانون له مخي، انساني قاچاق ستر جرم دی چي د مخنیوي لپاره یې باید حکومت له بېلابېلو لارو کار واخلي، د بېلګي په توګه، حکومت دي د ځوانانو لپاره په کوردننه د دندي فرصتونه برابر کړي، تر څو د بېکارۍ کچه کښته سي، په دې سره به د ډېرو هغه ځوانانو بهر ته د تېښتي لار ډب سوې وي، چي له بېکارۍ کړېږي. همدا ډول د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر اړین دي، تر څو د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزو، خطرونو او ربړونو په اړه ځوانان پوه سي. بله چاره چي حکومت یې باید تعقیب کړي دا ده، چي د دې پديدې د مخنیوي لپاره دي یو فعال او خپلواک قانوني نهاد پرانيستل سي، چي وکولای سي اړوند قوانین په شفاف او آزاد ډول تطبیق کړي، تر څو د هېوادوالو ژوند خوندي سي.

حیات الله حیات  خبریال

له شکه پرته انساني قاچاق یوه ناوړه پدیده او لویه ستونزه ده چي په ټولو هيوادونو، آسیا، آفریقا، اروپا، استرالیا او امریکا کي شتون لري. افغانستان کي که څه هم د انساني قاچاق او اختطاف پر وړاندي قانون تصویب سوی دی، خو لا هم دا ناوړه پدیده شتون لري. د انساني قاچاق پر وړاندي مبارزه یوازي د دولت دنده نه ده، بلکي ولسي وګړي، ټولني او علمي بنسټونه هم باید لازمه همکاري وکړي. د انساني قاچاق ډولونه: د ماشومانو قاچاق، د جنسي اړیکو په موخه قاچاق، اجباري واده، د کار ځواک قاچاق، د بدن د غړو په موخه قاچاق او داسي نور. منځنۍ اسیا، جنوبي آسیا او خاور میانه د انساني قاچاق د اصلي مرکزونو او د انساني قاچاق د لېږد رالېږد لاري ګڼل کېږي. په افغانستان کي انساني قاچاق بېلابېل لاملونه لري، په ځانګړې توګه له ناامنيو او رواني جګړې، غیرقانوني مهاجرتونو، فقر او اقتصادي ستونزو څخه یادونه کولای سو. د انساني قاچاق د مخنیوي لاري چاري: ۱-د انساني قاچاق پر وړاندي د مبارزې یو جدي مېکانیزم جوړل. ۲-د انساني قاچاق د لاملونو تشخیص او له منځه وړل. ۳-د انساني قاچاق د زیانونو، پایلو او مخنیوي په تړاو د ټولنې وګړو ته عامه پوهاوی ورکول. ۴-د سيمي له هیوادونو او نړیوالي ټولني سره د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د ګډو او همغږو هڅو ترسره کول. ۵-په انساني قاچاق کي ښکېلو ډلو او افرادو ته سخته قانوني سزا ورکول او پر وړاندې یې د امنیتي، عدلي او قضايي ادارو له لوري جدي چلند ترسره کول. ۶-د انساني چاقاق له قربانیانو څخه د دولت او ټولنې پراخ ملاتړ کول، هغوی ته روغتیايي او رواني درملني زمینه برابرول. ۷-د کورنیو له غړو او ماشومانو څخه د کورنیو د مشرانو له لوري غوره څارنه کول، تر څو د انساني قاچاق ښکار نه سي.

سردارولي سرحدي ليکوال

تر هر څه وړاندي سلام درنښت او ادب وړاندي کوم! په لومړيو کي د ټاټوبي چاپي رسنۍ له ادارې مننه، چي په يوه حساس پړاو کي د ذهنيت جوړوني پروسه مخته وړي. د انساني قاچاق د مخنيوي په اړه به شايد ګڼي لاري مو جودي وي، خو زه يې مهمه بوله، چي لومړی د دې پر عواملو باندي وږغېږم، ولي او څنګه ورسره په کومو هيوادونو کي د انساني يا ځان قاچاقولو ته څوک مجبورېږي. اکثريت هغه هيوادونه، چي غريبۍ، جګړې او ورسره هم مهاله بې عدالتۍ ځپلي وي، نو هلته يې اکثريت ځوان قشر اړ کېږي، چي له دماغي ناارامۍ او يا هم له غربت څخه ځان مجبور کړي، تر څو نورو هيوادونو ته ولاړ سي. انساني قاچاقبران او يا هغه مافيا چي دې برخه کي کار کوي، دوی لومړی د خپل هيواد او خلکو سره په يوه نايابه دښمني اخته وي او د انسان عظيم بشر د قاچاکولو پر سر يا د همسايه هيواد څخه پيسې اخلي او يا يې د ناسمې لارې لپاره رهبري کوي. که وګورو څه وخت وړاندې د انساني قاچاق لپاره د ايران پر سرحد خورا پروسه توده وه او له هغه ځايه به روسيې ته تلل، تر څو د داعش او يا امريکا خلاف جګړې کې استفاده ځني وکړي، هماغه وخت چې اکثريت افغاني هويته به په جګړه کي وژل شوي و. د مخنيوي په اړه يې څومره چي زما اټکل دی، ښه به دا وي، چي حکومت د کار زمينه ورته مساعده کړي، د زراعت په برخه کي سرد سيره او ګرمسيره شموله پر يوه داسې طرحه کار وکړي، چې ټول ځني مستفيد شي او هم په عيني وخت کې له هغو هيوادونو سره چې د کار کولو زمينه زياته کې مساعده وي، يو رسمي پروتوکول امضا کړي، تر څو کاريګر په اساني په رسمي توګه هلته ولاړ شي لکه دوبۍ، ايران او پاکشتان ته. دا به ضعف د حکومتونو وي، ولې خو بيا هم که ټولنيز عدالت، متوازن انکشاف او مساوات حکومتونه په نظر کې ونيسي، تر ډيره به دا ستونځه حل وي، موږ اوس د يوې داسې عقدمندې حکومتولۍ څخه برخمن يو، چې اکثريت ليسانس، بکلوريا او تخنيکي مهارت لرونکي ځوانان مو يا مهاجرت کوي او يا د کابل تر پله لاندې په نشو روږدي وي، عمده لامل يښ د ټولنيز عدالت نه شتون دی.

عبدالحکیم الفت مدني فعال

د انسانانو قاچاق په افغانستان کي ورځ تر بلي ډېرېږي، علت یې دا دی چي دولت ځوانانو ته د کار زمینه نه ده برابره کړې، چي ځوانان مو پر کار سي او د خپل ژوند مشکلات حل کړي. ځیني ځوانان چي په دولت کي وظیفه لري، هغه هم د پیسو او د قوم پر برابر ځای پر ځای سوي دي، موږ چي وينو، نو تر ډېره د استعداد وړ کسانو ته وظیفه نه ورکول کېږي، چي ولس پر کار سي، ځکه چي په دولت کي وظیفه د قوم یا د پیسو پر برابر ورکول کېږي، غریب او بېچاره انسانان مجبوره دي چي خپله خاوره ترک وهي او ډول ډول ناخوالي او مرګونه پر ځان یو سي او د ژوند کولو لپاره نورو ممالیکو ته قاچاق سي او هلته ژوند وکړي. رابه سو څنګه کولای سو د انساني قاچاق مخه ونیسو؟ د انسان د قاچاق مخه هغه وخت نیول کېږي چي دولت د کار د زمینې تر څنګ د ځوانانو سر او مال په امن کړي. اوسنيو حالاتو ته په کتو نه مو سر په امان کي دی او نه مو د راتلونکي ژوند په اړه کوم ښه والی دسترګو کېږي، دولت باید موږ ته فابریکه او د ژوند سهولت برابر کړي، د دي ناخوالو مخه په بل رقم فکر کوم نه نیول کېږي، دولت مکلف دی ولس ته کار وکړي، کله چي دولت ولس ته کار وکړي د انسان قاچاق به د پای ټکی ومومي.

غلام محمد معصومي د سمون مدني ټولني مشر

تر ټولو خبرو مخکي بايد ووايم، چي د انسان قاچاق په يوه ټولنه کي هغه وخت زور واخلي چي د هغي ټولني خلک د اقتصادي مشکلاتو تر څنک د بېکارۍ، بې سوادۍ، د مخدره موادو اعتياد او نورو سره مخ وي، نو په ياده ټولنه کي د انسانانو قاچاق مخ پر زياتېدو سي. اول بايد موږ په دې خبره پوه سو، چي د حکومت دنده همدا ده چي خپل ولس ته د سر او مال د ساتني ډاډ ورکړي او همدا راز په سيمه کي يو ډول متوازن انکشاف رامنځ ته کړي. که چېري موږ په خپله ټولنه کي امنيت، کار او يوه ښه حکومت ولي ولرو، نو په باور سره ويلای سم چي د سيمي د هيوادونو خلک به دلته د کار کولو لپاره راځي. په اوس مهال کي چي ځيني خلک دا وطن د مافيا له وېري پرېږدي، نو د دې کسانو له ماشومانو، ښځو او نويو ځوانانو څخه قاچاق وړونکو ته ښه زمينه برابره وي، خو دولت په خواږه خوب بيده دى، د خپلو خلکو هيڅ غم نه خوري، د ۲۰۱۰ کال راهيسي زموږ خلک دا هيواد پرېږدي، د بلي خوا دغه دولت بيا نارې وهي چي موږ ته ترهګر د سيمي د هيوادونو څخه راځي، نو که چېري موږ خلکو ته د کار زمينه برابره کړو، امنيت يې وساتو، فابريکې او زراعتي چاري يې فعالي وي، نو ولي به خلک تېښتي او قاچاقبران به ولي خلک خرڅوي، خلک به ولي ګيروګان وي، دا ټولو خبرو ته په کتو سره، سړى داسي ويلاى سي او د سالم عقل فيصله هم دا ده چي موجوده نظام ونه کولاى سواى چي خلک (ملت) راټول او يو قوى دولت د دغه ملت څخه منځ ته راسي، ز په هر حال هغه مملکتونه چي فقر پکي ډېر وي، هلته د انسان قاچاق او بشري ناورين هم زيات وي. دلته نړيواله ټولنه هم مسؤليت لري، تر څو د افغانانو سره د ستونزو په هواري او مخنيوي کي هراړخيزه همکاري وکړي.



افغانستان ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t