په ګڼ مېشتو سیمو کي د خونړیو بریدونو ډېر زیان چا ته رسېږي؟

په ګڼ مېشتو سیمو کي د خونړیو بریدونو ډېر زیان چا ته رسېږي؟

عبدالستار ستوری د چارو شنونکی

زما په نظر، سیمه که کڼ مېشته وي او که نه وي، خو د ملکي وګړو وژل پکي نړیوال جنایت دی. یوناما د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړنیو ۶ میاشتو کي د ۳۸۱۳ ملکي وګړو د مرګ ژوبلي راپور ورکړ. يوناما په خپل راپور کي وایي، چي ۱۳۶۶ مړه او پاتي نور یې ټپیان دي. زه بايد ووايم، چي په افغانستان کي د ملکي وګړو په وژلو کي د جنګ ټولي ښکېلي خواوي شریکي دي، هره جنګي خوا چي کله پر مقابلي جګړماري ډلي باندي خپل سیاسي فشار راوړي، نو لومړی یې د سیمي عام وګړي ورته وژني. زما په عقیده، هغه بم چي د طیارې څخه پر ملکي وګړو راشوه کېږي، د هغه بم سره هیڅ تو پیر نه لري، کوم چي په موټر او يا هم بل څه کي ځای پر ځای سوی وي او بې ګناه ملکي کسان پکي ووژل سي. دلته یوه لویه بدبختي دا ده چي هغه مبصرین او د نظر خاوندان چي د حکومت په چارچ کي دي، د حکومت لخوا د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلي باندي سترګي پټوي او برعکس د طالبانو نفوذي کسان بیا د طالبانو لخوا د ځانمرګو او موټربم په وسیله د ملکي وګړو پر وژنه باندي هیڅ نه وایي. بهرنیان خو بغیر له کوم ډاره چي هر وخت یې اراده وکړل، موږ وژني. زموږ بې شمېره وژنه یوه نړیواله فاجعه ده او دا فاجعه د سړیتوب، مذهب او انسانیت له چوکاټه وتلې ده. الله ج فرمايلي، ژباړه: الله ج د یو قوم حالت ته تر هغه وخته تغیر نه ورکوي، تر څو چي خلک خپله تغیر ورنه کړي.

محب هوتک لیکوال

ښکاره خبره ده چي په ګڼ مېشتو سیمو کي چي هر ځل کومه پېښه رامنځ ته سي، نو ملکي یا عام ولس ته تر ټولو زیات مالي او ځاني زیان اوښتی دی، هغه که د حکومت لخوا ترسره سوي عملیات وي او که د وسله والو طالبانو لخوا هدفي بریدونه او یا هم د سړک د غاړي ښخ کړل سوي بمونه وي، خو دې ډول بمونو خپل هدف نه دی ځپلی، بلکي عام ولس يې دربدره کړی. موږ په هیواد کي د عامو وګړو د خوندیتوب کمېټه لرو، خو متاسفانه د یادي کمېټې لخوا تر اوسه داسي کوم پلانونه او طرحه نه ده ورکول سوې چي امنيتي ارګانونه دي يې په عملي کولو سره وسله وال مخالفین له منځه وړي وي او هم دي د عام ولس ژوند ته پوره توجه پکي سوې وي او نه هم په دې برخه کي د وسله والو لخوا داسي څه په وجود راغلي چي په هغه سره دي ملکي خلکو ته زیان نه وي رسېدلی. په ګڼ مېشتو سیمو کي د خونړيو بریدونو ټوله تکیه پر عام ولس وي او همدا راز موږ وينو چي وسله وال مخالفين د ملکي خلکو د کورونو څخه د خپل سنګر او یا هم د مورچلونو په توګه استفاده کوي چي په دې سره هره ورځ د ملکي تلفاتو د راپورنو عيني شاهدان یو او ورځ تر بلي په دې برخه کي زیاتوالی راځي. همدارنګه تر ټولو غټه صدمه چي د عامو وګړو ژوند ته متوجه ده، هغه د بهرني یا خارجي ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو ترسره کول دي چي د یوه وسله وال تن لپاره د هوایي برید څخه استفاده کېږي او سربسته کلی ورسره بمبارېږي. موږ ولیدل چي په افغانستان کي د رواني جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د ودونو پر موټریزو کاروانونو بريدونه ترسره سول، ولي په دې ټولو باندي نه د بشر حقوقو کومه اعلامیه خپره کړې او نه هم کومه طرحه ورکول سوې ده چي باید د عامه وګړو ژوند ته پاملرنه وسي. زموږ د دولت او وسله والو طالبانو څخه هیله دا ده چي د هیواد عامه یا ملکي خلکو ژوند ته پوره توجه وکړي، تر څو د ملکي خلکو د مړيني ګراف راټيټ سي.

بسم الله وطن دوست د سولی ولسي حرکت ویاند

د مرګ ژوبلي د مخنیوي په خاطر اسلام تل پر سولي او روغي جوړي ټينګار کړی او پر طرفینو د جګړې بندېدو امر کوي. افغانستان کي جګړه په ټولیزه توګه د افغانانو په زیان ده، ځکه چي دغه جګړه کي په درو برخو کي افغانان وژل کېږي: (افغان طالبان، افغان سرتېري او ملکيان). بل پلو ته مالي زیانونه هم افغانانو ته رسېږي، تر څنګ ئې اقتصادي او ټولنیز زیانونه هم د همدې ولس دي. تر ټولو د اندېښنې ځای دا دی چي د جګړې ټول ښکېل اړخونه په ګڼ مېشتو ځایونو او سیمو کي جګړه مخ ته وړي، دا بېخي د ولس په زیان ده. بهرنيان او افغان حکومت پر مدرسو، ښوونځيو، مسجدونو، عیدګاوو، روغتونونو، مېلو، ودونو، جنازو او کلو هوايي بریدونه کوي او طالبان بیا پر دغو ځایونو یا چاودني کوي او یا هم ځانمرګي بریدونه. پر داغسي ځایونو د بریدونو ټول قربانیان عام وګړي وي او په هره پېښه کي همدا ولس قرباني ورکوي. څو ځله موږ غوښتنه کړې چي د جګړې ښکېل اړخونه دي د ملکي کسانو د سر او مال خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي، خو له بده مرغه تر دې دمه د جګړې ښکېل اړخونه لا هم پر دغو ټولګټو ځایونو بریدونه او چاودني کوي. که پر طالبانو ولس ګران وي، هیله ده چي نور پر داغسي ځایونو له بریدونو څخه ډډه وکړي او تر څنګ که چېري افغان حکومت ځان له همدې ولسه جوړ بولي، دوی دي هم نور پر خپلو کړنو فکر وکړي. شاوخوا اتلس کاله کېږي، نه بهرنیانو، نه افغان حکومت او نه هم طالبانو پر ولس رحم کړی او نه ئې هم د هغوی د سر او مال خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی دی. افغان ولس یو عادت لري، څو چي ئې اوبه ستوني ته نه وي رسېدلي، ږغ او حرکت نه کوي، خو که ئې اوبه تر ستوني ورسېدې، بیا به د یوې ډلي خیر هم نه وي. مخکي تر دې چي ولس د جګړې د ښکېلو اړخونو پسې کوتک رااخلي، هیله ده ټول اړخونه ولس ته درنښت ولري.

ډاکتر عصمت الله افغان سیاسي فعال

په ګڼ مېشتو سیمو کي چي کله د هر لوري بریدونه رامنځ ته کېږي، نو موږ ویلای سو چي دا یو ستر جنایت دی، ځکه هلته ماشومان، سپین ږیري او په ټوله کي عام خلک ژوند کوي، هغوی د جګړې یو لوری هم نه دي، هغوی یوازي ژوند کول غواړي، خو که چېري د دوی ژوند په بمي چاودنو او نورو توکو واخیستل سي، نو دا یو ستر جنایت بلل کېږي. موږ او تاسو ولیدل چي په مسجد کلیو او مارکېټونو کي بریدونو یوازي ملکيا ن ووژل، چي په هغه کي ښځي او ماشومان هم شامل وو. په ګڼ مېشتو سیمو کي باید هدفونه په ګوته نه سي. که هر لوری ادعا کوي چي موږ د ولس د مرګ ژوبلي مخه نیسو، نو مهرباني دي وکړي په ګڼ مېشتو سیمو کي دي هدفونه نه په نښه کوي، ځکه په دې سیمو کي د بریدونو درانه نقصانات ملکیانو ته رسېږي. راځئ په ګډه سره د هغه بریدونو غندنه او مخنیوی وکړو چي په ګڼ مېشتو سیمو کي ترسره کېږي. د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کي پر مسجدونو او مارکېټونو بریدونه وسول چي هیڅ نظامي کس په کي وژل سوی هم نه دی او له بده مرغه باید ووایم چي زموږ سلګونه ملکي کسانو يې قیمت پرې کړ او پکي ووژل سول.

حبیب امیري د ځوان ټولنیز بنسټ مرستیال

په ګڼ مېشتو سیمو کي د خونړیو بریدونو په اړه بايد ووايم چي دا ډول دردوونکي بريدونه که هغه د دولت، طالبانو او يا هم بهرنيانو له لوري ترسره کېږي، ولي په حقيقت کي يې ټول زيان ملکي کسانو او يا په بل ډول د هماغه سيمو خلکو ته رسېږي. په ګڼ مېشتو سیمو کي د جګړې تر ټولو ډېر مالي او ځاني تاوان عام او غریب ولس ويني. په عمومي ډول جنګي مخالفین هم هلته بريدونه کوي چېري چي بېروبار زیات وي، ځکه چي دوی په هغه ځای کي تر ډېره ټارګېټ کېدای نه سي او که چېري هم دوی ټارګيټ سي، نو هم دوی وکولای سول چي د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کړي. موږ د ډېرو داسي پېښو شاهدان یو چي هلته داسي کړني ترسره سوي چي هلته یوه غوغا جوړه سوې ده. په ګڼ مېشتو سیمو کي د جنګ له کبله، هلته څوک نه غواړي کاروبار وکړي، که کاروبار کوي هم، نو یا یې اولاد او یا هم دی د داسي بريدونو ښکار ګرځي، نو دلته ده چي د جګړې له امله د خلکو اقتصادي وضعيت په خپله صفر کېږي. په ګڼ مېشتو سیمو کي که چېري د هر لوري لخوا کومه پېښه رامنځ ته سي، نو ټوليز ډول يې زيان عامو ولسي خلکو ته رسېږي.



افغانستان ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t