درد نه احساسوونکې ښځه!

درد نه احساسوونکې ښځه!

داسې څوک مو ليدلی چې درد نه احساسوي، ښايي ځواب مو منفي وي. راځئ موږ درته نن د داسې ښځې په اړه مالومات درکوو چې هيڅ درد نه احساسوي.

د جوکامرون په نوم يوه ښځه ده چې هيڅ درد نه احساسوي.

هغې ويلي دي، که د پوټکي کومه برخه مې وسوځي پرې نه پوهېږم، يوازې هغه وخت پوه شم چې د سوځېدلې غوښې بوی مې تر پوزو ورسيږي.

هغه څوک چې درد نه احساسوي د نادره جنټيک ځانګړنه لري چې دا ځانګړنه جو کامرون هم لري.

جو کامرون تر ۶۵ کلنۍ له نورو سره په خپل دې توپیر نه پوهېده.

ځکه ډاکټروانو هم نه باوروله چې هغه له یو لوی او سخت عملیات وروسته هم د ارام درملو ته اړتیا نه لري.

کله یې چې د لاس عملیات وشول، ډاکټرانو خبرداری ور کړ چې له دې اپرېشن وروسته به درد ونه زغمي، خو هغې هیڅ درد احساس نه کړ.


معلوماتي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar