د بودیجې کمښت او وچکالي؛ کرنې وزیر وایي لوی ناورین یې مهار کړی

د بودیجې کمښت او وچکالي؛ کرنې وزیر وایي لوی ناورین یې مهار کړی

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي وزارت یې تېرکال د وچکالۍ له امله د بشري او مالدارۍ په برخه کې د لوی ناورین مخه نیولې ده.

د هغه په خبره که ددې ناورین مخه نه وای نیول شوې رامنځته شوي زیانونه به یې تر راتلونکو ۱۵-۱۰ کلونو د جبران وړ نه و.
ښاغلی درانی وویل؛ اړینه خبره داده چې د کرنې په برخه کې ډېره زیاته پانګونه ووشي، حال دا چې اوسمهال د کرنې سکټورته له یوې سلنې کمه بودیجه ځانګړې شوې ده، چې په هیڅ ډول بسنه نه کوي.
ښاغلی درانی وویل: «زموږ مالدارۍ چې ارزښت یې څه باندې ۷ میلیارډه ډالرو ته رسیږي، هم د اقلیمي بدلونونو اوچکالۍ له امله سخت تر تهدید لاندې و، خو موږ وتوانېدو چې پر خلکو د ۲۰۰ زره ټنه غنمو او پر مالدارانو د کابو ۵۰ زره ټنه علوفې په وېشلو سره ددې بشري ناورین د تهدید هر بعد په بریالي توب سره مدیریت کړو، چې ورسره د یو لوی ناورین مخه ونیول شوه، که یې مخنیوی نه وای شوې د ۱۰-۱۵ کلونو پورې یې جبران ناشونې وه.»
د کرنې وزیر همداراز په دې وزارت کې ۹۵ سلنه بودیجې لګول ددې وزارت په تاریخ کې بې مخینه وبلله.
هغه وویل، چې د اوبولګولو ۲۳۵ شبکې جوړول، د اوبولګولو د لویو کانالونو د جوړولو په پار د شونتیا سنجولو او مطالعاتو پیل، د لابراټوارونو جوړول، د تولیدي او څېړنیزو فارمونو جوړول، د راکدو پروژو د چارو پیل، د مېوو زرګونه هکټاره بڼونه جوړول او د پستې او نورو ځنګلونو پراختیا، سلګونه سوداګریزې شنې خونې جوړول، په پروان کې د انګورو د پروسس او په کندهار کې د انارو د پروسس فابریکې جوړول، په هلمند ولایت کې په ورځ کې د ۱۰ ټنه غوړیو د تولید په وړتیا د غوړیو د تصفیې فابریکه جوړل، په کندهار کې د درې ټنو په ظرفیت د طبي پنبې د پروسس د ستګاه جوړول او د څارویو په برخه کې د میلیونونو واکسینو تولید، چمتوکول او پلي کول، د وټرنرۍ د سلګونو واحدونو ملاتړ، د کبانو ۶۰ فارمونه جوړول، د شاتو مچیو د روزلو ۵۰۰ بستې وېشل، د چرګانو د روزلو ۳۹ سوداګریز فارمونه جوړول، د چرګوړو د تولید ۱۶ دستګاوې وېشل، په کابل کې د لبنیاتو د فابریکې د جوړولو په پار چې په ورځ کې د ۳۰ زره لېټره شیدې د پروسس وړتیا لري د مطالعاتو بشپړول او په بلخ ولایت کې د غوا ساتنې درې فارمونه جوړول، د کرنې وزارت د ۱۳۹۷ یم کار د کړنو یوه برخه ده.
همداراز د ۳۲۰ هکټاره ځنګلونو، ۱۴۶۶ هکټار څړځایونو او طبي نباتاتو د کروندو بیارغول او ساتل، ۲۰ میلیونه نیالګي تولیدول، د کابل ۴۶۵ هکټاره زرغون کمربند خوندي کول، د لایزر لېول ټکنولوژۍ معرفي کول، په ټول هېواد کې ۷۴ زره او ۵۷۶ ښځینه او نارینه بزګران روزل، بزګرانو او متشبثینو ته میلیونونه افغانۍ پور ارایه کول، د مېرمنو او بېوزلو کورنیو د اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه زرګونه کورني بڼونه او د چرګانو کورني فارمونه جوړول، د سلګونو شیدې ورکوونکو غواوو او وزو وېش، او مېرمنو لپاره د کرنیزو محصولاتو سلګونه مرکزونه جوړول، هم د کرنې وزارت کړنې دي.

د روان کال برنامې

اوبولګول:

نصیراحمد درانی وویل: «د اوبولګولو ۳۴۴ شبکې جوړول، د اوبولګولو د سترو کانالونو د شونتیا سنجولو مطالعاتي چارې بشپړول، د څاڅکي په سیسټم سمبال د اوبولګولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړول، د کمال خان تر بند لاندې د کانالونو د چارو پیلول، په کنړ او بادغیس کې د لمریزې انرژۍ پرمټ د یوشمېر ځمکو خړوبول د روان کال برنامې دي.»
طبیعي سرچینې: د غوزانو ۶۵۰۰ هکټاره ځنګلونه رغول، ۲۰۵ هکټاره اقتصادي او محروقاتي ځنګلونه ایجادول، د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې ۶.۴ میلیونه د جلغوزیو نیالګي تولیدول، ۲۱۰۰ هکټار څړځایونه احیاکول، ۲۰۰ هکټاره روانې شګې خوندې کول او د انجې او شیرین بویې ۸۲۰۰ هکټاره کروندې احیا او ساتل، د طبیعي سرچینو د خوندي کولو په برخه کې د کرنې وزارت پلانونه دي.

کرنه او بڼوالۍ:

همداراز ټاکل شوې، چې کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې په برخه کې په ۱۳۹۸ یم کال کې ۴۱۹۱ هکټاره نوي بڼونه جوړ او ۲۷۰۰ هکټاره بڼونه احیا کړي او همداراز ۱۷۶۵ وچوونکي خونې او ۱۰۳ سوداګریزې شنې خونې جوړ کړي.
د ټراکټورونو وېش او د «لایزرلېول» د هوارولو ټکنولوژۍ د استفادې پراختیا، د وزارت د ۲۲۳ ټراکټورونو شمېر ۵۱۳ ته لوړول، د بڼوالۍ په برخه کې د ۱۶۷ کلینیکونو جوړول، پر پنځه زرو بزګرانو د بسته بندی توکي وېشل، د جلغوزو پر ۶۶۰ تولیدوونکو د جلغوزو د راټولولو توکي وېشل، د پیازو ۴۰۰ سړې خونې جوړول، د انګورو ۴۵۴ هکټاره بڼونوته چیلې جوړول، د غلو دانو ۳۳۹۸ ننداریزې قطعې جوړول، د کروندې ۱۲ زره او ۲۳۰ ښوونځي جوړول، په ۵۰ ولسوالیو کې ښوونیز مرکزونه جوړول، ۲۷۰۰ ټنه اصلاح شوي غنم تولیدول، د امکان په صورت کې پر بزګرانو د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېشلو کچه ۵۰ سلنه لوړول، د اصلاح شویو تخمونو د ۱۰ څېړنیزو فارمونو او شپږ تولیدي فارمونو جوړول، د کچالو او مېوه لرونکو نیالګیو د تولید لابراټوارونه جوړول او د ۱۰ ورایټیو څېړنیزو تخمونو معرفي کول د هغو برنامو په ډله کې دي، چې د کرنې وزارت یې په روان کال کې عملي کوي.
بنسټیزې چارې: د سړوخونو د جوړولو د عملي چارو پیل، د «بادام باغ د لابراټوار په ګډون» د ۱۲ قرنطیني لابراټوارونو سمبالول، د کابل، هرات او کندهار د سیلوګانو د جوړولو چارې پیلول او د بغلان، بدخشان، او بلخ ولایتونو د سیلوګانو د ډیزاین بشپړول، د کابل د (شکردرې)، هرات، بلخ او کندز د مسلخونو د جوړولو چارې بشپړول؛ په روان کال کې د کرنې وزارت بنسټیزې پروژې دي.

مالدارۍ:

د حیواني محرقې یا بروسلوزس ۶.۶ میلیونه واکسین پلي کول، د څارویو ۳.۵ میلیونه بېلابېل واکسینونه تولیدول، د څارویو د نسل القاح، کوچیانو او نورو مالدارانو ته د شپږو پنډغالو او اتو حضونو جوړول او پر کوچیانو او نورو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د جوړولو ماشینونه وېشل، د څارویو د خوراکي توکو ۱۶ زېرمې جوړول، د کبانو څلور میلیونه بچې وېشل، د کبانو روزنې ۱۴۳ فارمونه جوړول، د (۵۰۰۰، ۲۵۰۰۰ و ۳۰۰۰۰ قطعه‌ یي) چرګانو ۷۰ فارمونه جوړول او په کابل کې د شیدې د پروسس (UHT) فابریکې جوړول، چې په ورځ کې د ۳۰ زره لېټره شیدې د پروسس وړتیا لري؛ هغه پلانونه دي چې سږکال تطبیقیږي.
د بېوزلو مېرمنو ملاتړ: همداراز ټاکل شوې، چې د روان کال په ترڅ کې د کورنیو باغچو، د چرګانو د روزنې اړونده توکو او واړه فارمونو په وېشلو او د پروسس د مرکزونو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار په جوړولو سره د ۵۱ زره او ۶۲۹ مېرمنو اقتصادي ملاتړ ووشي.
د کرنیزو متشبثینو ملاتړ: د «مایکروفایننس بانک» له لارې بزګرانو ته د اسانو پورونو ورکولو زمینې برابرول او د کرنې په برخه کې له پانګوالو سره مرسته د کرنې وزارت د روان کال نورې برنامې دي، چې له دغو برنامو څخه پانګوال او خصوصي سکټور کولای شي ګټه پورته کړي.



تبصره وکړئ

avatar