د تخنیکي ستونزو زیاتوالی؛ فیسبوک او وټ سپ په ځینو هېوادونو کې کار پریښی و

د تخنیکي ستونزو زیاتوالی؛ فیسبوک او وټ سپ په ځینو هېوادونو کې کار پریښی و

په یو شمېر هېوادونو کې د فیسبوک او وټ سپ ټولنیزو شبکو پرون د څه وخت لپاره کار پریښی و.

راپورونه وايي، چې روسیه، ایټالیا، یونان، برتانیه، فرانسه، المان، هالینډ، مالیزیا او امریکا متحده ایالات هغه هېوادونه دي، چې پرون د فیصدۍ په توپیر سره دغو شبکو پکې کار نه کاوه.

فیسبوک او وټ سپ کمپنیو د دغې ستونزې په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د فیسبوک او وټ سپ دا ستونزه جدي شوې او وخت په وخت له دې او نورو خنډونو سره مخ کیږي.



تبصره وکړئ

avatar