د جمال ناصر یاد! کاوون توفاني

د جمال ناصر یاد! کاوون توفاني

راچليږې د سېليو توفان ورو ورو د ژوندون له باغه ريبي گلان ورو ورو هره ورځ د چا د تللو هنگامه ده کډې باسې له دې ښاره ، ياران ورو ورو

جمالناصر هم په ابدي خوب ويده شو هغه لا ځوان و او د مرگ تر پولې نه و رسېدلی . ډېر کلونه او واټنونه يې په مخ کې وو . ډېرې هيلې او ارمانونه يې درلودل چې غوښتل يې ترسره يې کړي .

د هغه د بې وخته مړينې د خبر په اورېدو مې په ذهن کې يوه پخوانۍ خاطره بيا راژوندۍ شوه . د ۱۳۷۱ کال د غوايي مياشت وه . د چور او تالان لښکرې تازه د کابل په ښار راننوتې وې . د وېرې او وحشت څپو د ښار فضا نيولې وه . له عزيز هوتک سره يو ځای زموږ کور ته راغی . لا ناست نه و چې راته ويې ويل : امر وکړه ، څه وکړم ؟ شپه او ورځ به درسره دلته پاتې شم . که ضرورت شو نور کسان به هم راولم . تر څو ژوندی يم ،پرې به نږدم چې يو باڼه دې هم خيانت شي . په غېږ کې مې ونيو،مخ مې ورته ښکل کړ او مننه مې ترې وکړه . بهر ته چې راغلم ، زما د ورور نقيب جان له لارې ترې خبرېدم . له هغه سره يې نژدي وروري درلوده ، يو وخت هغوئ دواړه پېښور کې وو، بيا مسکو کې او وروسته هرڅوک په خپله مخه ولاړل خو يو بل سره يې اړيکي درلودل او زه يې هم له احواله خبرېدم . په وروستيو کلونو کې مو د انترنت له لارې يوبل سره اړيکه درلوده ، ما لږ خو ناصرجان همېشه راته ليکل او زما پوښتنه يې کوله . بيا وروسته زموږ په انترنتي اړيکو کې ځنډ پېښ شو . تشويش راته پيداشو . لږ وروسته وپوهېدم چې ناروغه دی او سختې ناروغۍ يې د ژوند لمنه نيولې ده . څو ځله مې ورسره د مسينجر له لارې خبرې وکړې ، روحيه يې لوړه وه ويل يې خپلې مبارزې ته دوام ورکوم . د تېر نومبر په څلورمه نېټه مې ورته بيا وليکل ، سمدستي يې ځواب راکړ خو نوره ورته هغه پخوانۍ لوړه روحيه پاتې نه وه . پوهېده چې جگړه يې بايللې ده . وروستی ځل يې د خپل روغتيايي حالت په هکله زما د پوښتنې په ځواب کې داسې راته ليکلي وو : « گران او مهربان کاوون صاحب ، نېکې هيلې او پېرزوينې ډالۍ کوم . د دوستانو دوعاگانې دي که نه ښه وضعيت نه لرم . » او پرون مې دا تريخ او دردوونکی خبر واورېد چې : « جمالناصر هوتک په ابدي خوب ويده شو » . هغه ولاړ خو د زړورتيا،مېړانې او ملگرتوب يادونه يې له موږ سره د تل لپاره پاتې شول . اروايې ښاده او ياد يې تل ژوندی اوسه . د هغه محترمې مېرمنې او بچيانو، زما ورونو او ملگرو انجنير زمان هوتک او زلمي هوتک او زموږ د هوتکو سترې کورنۍ ته د خپل ځان او زموږ د کورنۍ له خوا د غمشريکۍ او تسليت مراتب وړاندې کوم .


آدب او کلتور

تبصره وکړئ

avatar