د دوحې ناستې ته هیله مندي؛ محقق وایي د اوربند تمه ورته پیدا شوې

د دوحې ناستې ته هیله مندي؛ محقق وایي د اوربند تمه ورته پیدا شوې

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر حاجي محقق د قطر په دوحه کې له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت او سیاسي ګوندونو کیدونکې ناستې ته هیله من دی.

هغه په کابل کې د ناټو سازمان له ملکي استازي نیکولاس کی سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې تمه لری دا ناسته د اوربند او رسمي مذاکراتو پيلامه شي.

محقق دا خبرې به داسې حال کې کړي، چې نن ولسمشر غني او نورو سیاسي مشرانو یادې ناستې ته له افغانستانه د ورتلونکي دوه نیم سوه کسیز پلاوي له غړو سره لیدلي.

د ارګ په دغه نننۍ غونډه کې هم د رسمي مذاکراتو د پیل زمینه سازۍ ته هیله مندي ښودل شوې ده .



تبصره وکړئ

avatar