د سولې جرګې تشه څوکۍ؛ د یوه وژل شوي غړي عکس به پکې کیښودل شي

د سولې جرګې تشه څوکۍ؛ د یوه وژل شوي غړي عکس به پکې کیښودل شي

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو کمیسون وایي د جرګې د یوه ټاکل شوي او وژل شوي غړي څوکۍ به په دغه جرګه کې تشه پریږدي.

د کمیسون ویاند عبدالرشید ایوبي وایي، دغې جرګې ته به د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ څخه د ټاکل شوي او وژل شوي غړي شېرزاد صافي پرځای بل څوک ونه ټاکل شي.

ایوبي وایي د صافي پرڅوکۍ به د نوموړي عکس او ګلونه کېښودل شي.

شېرزاد صافی څو ورځې وړاندې په لغمان کې د وسله والو طالبانو له لورې ووژل شو.



تبصره وکړئ

avatar