د سولې خبرې اترې؛ نن دوحه کې د سولې په تړاو شپږمه ناسته کېږي

د سولې خبرې اترې؛ نن دوحه کې د سولې په تړاو شپږمه ناسته کېږي

سره له دې چې د سولې خبرې اترې خورا تودې دي، بل پلو طالبانو افغانستان کې د الفتح په نوم عمليات هم اعلان کړي دي.

طالبانو د خپلو عملياتو ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي دي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې وسله وال بريدونه کړي.

خو بل پلو دوحه کې د سولې د غونډې خبر ورکړی شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي، نن به دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

هغه ويلي دي، سره له دې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ يو شمېر خنډونه راپيدا شوي دي خو پاکستان د يادو خبرو د برياليتوب هڅه کوي.

دی وايي:

“له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، څو ناستې شوې دي. تمه ده راتلونکې ناسته په پنځلسم تاریخ «نن دوشنبه» په دوحه کې وشي. زموږ هیله ده او مرسته او همکاري کوو چې دا ناستې مثبته نتیجه ورکړي او دا پروسه خپلې منطقي پایلې ته ورسېږي. منطقي پایله‌يې په سیمه کې سوله او ثبات دی.”

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، هېواد يې افغانستان په کورنيو چارو کې د هيڅ مداخلې نيت نه لري.

هغه وايي، باثباته افغانستان د پرمختللي پاکستان په ګټه دی، نو دوی هڅه کوي چې د سولې خبرې يو بريالي پړاو ته داخلې شي.

نوموړی که څه هم افغانستان کې د نه مداخلې خبره کوي، خو افغانستان تل پر اسلام اباد تورونه پورې کړي چې د افغانستان کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

تېرو څو اونيو کې د پاکستان صدر اعظم دوه ځل افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو خبره وکړه چې د افغانستان ترڅنګ له نړيوالو غبرګونونو سره مخ شو.

افغان حکومت وايي، دغه ډول خبرې په ښکاره ډول له نړيوالو اصولو سرغړاوی او د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان مداخله ده.

بل پلو د سولې خبرې اترې د قطر په دوحه کې کېږي چې زلمي خليلزاد پنځه ناستې له طالبانو سره کړي دي.

پاکستان ويلي، نن به خليلزاد له طالبانو سره دوحه کې ناسته ولري.

بل پلو د افغانستان سولې عالي شورا هم نننۍ ناستې ته هيله مندي ښودلې او ويلي يي دي دا به د افغان سولې لپاره يوه بريالۍ ناسته وي.

د افغانستان سولې شورا وياند سيد احسان طاهري ويلي دي، د قطر دا ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کولو زمينه سازي وکړي.

هغه رسنيو سره خبرو کې ويلي:

“هر ګام چې پورته کېږي له شکه پرته د سولې په خیر او د افغانستان د خلکو، ګاونډیو، سیمې او نړۍ په ګټه دی او هیله لرو چې دا غونډې مثبتې نتیجې ولري.”

د سولې خبرې داسې مهال بيا توديږي چې طالبانو د الفتح په نوم عمليات اعلان کړي دي چې د عمليات له پيل سره سم يې پر افغان امنيتي ځواکونو او امريکايي پوځيانو بريدونه کړي.

زلمي خليلزاد او يو شمېر نورو هېوادونو دا عمليات غندلي دي.

بل پلو افغان حکومت هم ويلي دي، طالبان د دې پر ځای چې د سولې خبرې وکړي د عملياتو اعلان يې کړی دی.



تبصره وکړئ

avatar