د سولې مخالفتونه او لویه جرګه! اجمل هوډمن

د سولې مخالفتونه او لویه جرګه! اجمل هوډمن

له يوې محدودې کړۍ پرته، چې په جګړه کې يې ګټې دي په افغانستان کې هیڅوک د سولې مخالف نه دي. ټول افغانان سوله غواړي او له جګړې ستړي دي، خو د سولې د تعریف، د سولې د هوکړې د محتوا، د نوي نظام په چوکاټ کې د تېرو دوو لسيزو د بدلونونو او پرمختګونو په اړه د برخورد او له سولې وروسته افغانستان د برخلیک په اړه متفاوت دریځونه او نظريات موجود دي. د دې لپاره چې دا متفاوت نظريات راټول او تحلیل شي او د سولې د خبرو اترو په پروسه کې داسې يوه نظريه رامنځ ته شي، چې د اولس غوښتنو ته په نسبی توګه انعکاس ورکړي د يوې لویې جرګې جوړېدو ته اړتیا وه. دا چې د اساسي قانون د لويې جرګې ترکیب بشپړ نه دی، بدیل يې د يوې عنعنوي لويې جرګې دایرول دي. دغسې اقدام حد اقل دوه ځلې د پخواني حکومت په وخت کې هم شوی و.
متاسفانه يو شمېر ډلې، چې په تدریج سره يې په قدرت باندې انحصار د ماتېدو په لور روان دی، په دې هڅه کې دي، د سولې خبرې اترې هم په خپل انحصار کې راولي. دوی د افغانستان په برخلیک باندې تصمیم نيول خپل انحصاري امتیاز بولي او نه غواړي، چې له دوی پرته دې نور قشرونه او له لرې پرتو سيمو د خلکو استازي د سولې د پروسې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
همدې ډلې پرون د ډاکټرعبدالله په مشرۍ او نن محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې د مشورتي لویې جرګې د مخالفت اعلان وکړ.
دې ډلو مخکې حکومت په دې تورن کړی و، چې د سولې مخالفت او د جګړې د دوام هڅه کوي، خو د لويې جرګې په مخالفت سره دوی وښودله، چې غواړي د سولې پروسه ټکنۍ کړي او د اولس له مشارکت پرته خپله لاړ شي او له طالبانو سره د نظام په سر معامله وکړي.
که له نورو ملاحظاتو تير شو، اصولاً د حکومت مخالفت يا يې طرفداري د هر افغان مشروع حق دی، په هغه صورت کې، چې افغانان به يو ولسواک چوکاټ کې حکومت نقدوي، ډېرموضوعات دي، چې د پاملرنې، تامل او اصلاح وړ دي، خو افغانستان نن سبا په داسې يو وضعیت کې دی، چې د سياسي نظام بقا د حکومت په بقا پورې تړل شوې ده. په داسې شرایطو کې له حکومت سره افراطي او د سياسي عقدې له مخې مخالفت کول د نظام ونې ته د تبر له وېستلو سره برابره ده.
په داسې يو حالت کې حکومت ته په کار ده، چې له دې ټولو مزاحمتونو سره سره د لويې جرګې د دايرېدو چارو ته دوام ورکړي.



تبصره وکړئ

avatar