د سولې مشورتي جرګې په اړه ناندرۍ؛ ارګ وايي د ډاکټر عبدالله شکايت اورو

د سولې مشورتي جرګې په اړه ناندرۍ؛ ارګ وايي د ډاکټر عبدالله شکايت اورو

د سولې مشورتي جرګې لپاره تودې خبرې روانې دي او د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ورته خلکو خپل استازي هم ټاکلي دي.

خو په دې نازکو شېبو کې د حکومت مهم برخوال ډاکټر عبدالله يو ځل بيا نيوکه کړې او ويلي يي دي د سولې مشورتي جرګه د خلکو په ګټه نه ده.

ډاکټر عبدالله ويلي دي، دوی ياده جرګه نه برخه اخلي او نه هم ورسره مشوره شوې ده.

د ډاکټر عبدالله له دفتره خپره شوې اعلاميه کې راغلي:

« له څه وخت راهیسې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه تصمیم نیول شوی، چې د یوشمېر کسانو په توظیف کولو سره یې د تطبیقي پړاو ځينې برخې هم مخ ته وړي دي.
موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.»

بل پلو ارګ وايي، د سولې مشورتي جرګې په اړه به د اجرايه مشر شکايتونه او اندېښنې واوري.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، ډاکټر عبدالله له ولسمشر سره د جرګې په اړه هيڅ اندېښنه او شکايت نه دی شريک کړی.

نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، ژر به ولسمشر غني له ډاکټر عبدالله سره ليدنه وکړي او د سولې مشورتي جرګې په اړه به د هغه شکايتونه واوري.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې اوس مهال د افغان حکومت اجرايه رئيس دی، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند هم دی.

بل پلو د سولې مشورتي جرګې يو مخکښ غړی محمد عمر داودزی وايي، له ډاکټرعبدالله سره يې ليدنه شوې او هڅه کوي هغه ته قناعت ورکړي.

د سولې مشورتي لويه جرګه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې نه ګډون په اړه سياسي کارپوهان وايي، فکر کېږي چې دا جرګه ولسمشر د خپل کمپاين لپاره جوړيږي.

د کابل پوهنتون استاد ودير صافي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، دا جرګه د سولې لپاره جوړيږي او ګډونوال يې ټول سوله غواړي.

هغه وايي:

“هغوی چې مخالفت کوي د دې لپاره ده چې دا جرګه د ولسمشر لپاره یو انتخاباتي کمپاین بولي نه هغه واقعي جرګه چې په‌کې د سولې په ګټه پرېکړه وشي. دا خبره واضحه ده چې په‌دې جرګه کې دوه درې زره ګډونوال سوله غواړي او ټول افغانان هم سوله غواړي هېڅ‌څوک د سولې خلاف نظر نه‌ورکوي. نو څه ضرورت دی چې په‌دې کمزوري اقتصاد کې دا جرګه جوړه شي او بې‌ځایه مصارف وشي.”

بل پلو طالبانو هم د سولې مشورتي لويه جرګه يوه جعلي هڅه بللې او له خلکو يې غوښتي چې ګډون دې پکې نه کوي.

خو افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې د افغانانو په توګه دې دې جرګه کې برخه واخلي.

ټاکل شوې د سولې مشورتي جرګه کې درې زره کسان ګډون وکړي او د ثور په نهه نېټه به جوړه شوي.



تبصره وکړئ

avatar