د عمر دراز مروت په یاد علمي سیمینار او فرهنګي ټولنه جوړه شوه

د عمر دراز مروت په یاد علمي سیمینار او فرهنګي ټولنه جوړه شوه

د کوزې پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د مشهور شاعر ارواښاد عمر دراز مروت په یاد یو ورځینی علمي سیمنار ترسره شو.

د غونډې یو ګډونوال، لیکوال او شاعر راشد خټک وایي په غونډه کې د عمر دراز مروت په نوم ادبي ټولنه هم اعلان او خپل فعالیتونه یې پيل کړل.

عمر دراز مروت څه موده مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی د څو شعري ټولګو شاعر او د کوز و برو فرهنګي ناستو یو فعال او هڅونکی و.

د هغه په یاد په کابل کې هم یوه غونډه جوړه شوې وه.



تبصره وکړئ

avatar