د ماشومانو د جنسي ځورونې د مخنیوي ځینې لارې چارې

د ماشومانو د جنسي ځورونې د مخنیوي ځینې لارې چارې

ژباړن: زلمی کاکړ
۱- وړې لوڼې مو پوه کړئ، چې د هېڅ نارینه پر زنګون یا غېږ کې دې نه کښېني، ان که مو نږدې خپلوان هم وي
۲- د هغو اولادونو مخ ته چې عمر یې تر ۲ کلنۍ لوړ وي؛ هېڅکله خپلې جامې مه بدلوئ
۳- هېچا ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې ماشوم ته ان په ټوکو کې هم “زما مېړه” یا “زما مېرمن” ووایي
۴- کله چې مو ماشومان له نورو ماشومانو سره لوبې کوي، پام ورته کوئ، چې ډول لوبې کوي
۵- که مو ماشوم د یوه مشخص شخص لیدل نه غوښتل، مه یې اړباسئ چې ورسره وویني. که مو ماشوم د یوه مشخص شخص لیدو ته لېوالتیا ښوده؛ د هغه شخص چلند ته پاملرنه کوئ، چې ستاسې ماشوم سره یې کوي
٦- که مو ماشوم یو دم بدل شو او ګوښه توب یې خوښاوه؛ لامل یې وپوښتئ
۷- ماشومان مو د جنسي ځورونې په مسایلو پوه کړئ
۸- هغه فلمونه، مجلې او کتابونه چې ستاسې ماشومان ګوري؛ لومړی یې تاسې وګورئ، چې غیراخلاقي محتوا خو نه لري
۹- ماشومان مو په خونه کې یو ځای مه درسره ویدوئ
۱۰- تر ۳ کلنۍ لوړو ماشومانو ته دا وروښیاست؛ چې هېڅوک حق نه لري، چې د دوی تناسلې آلې او ځیګر ته څوک لاس وروړي
۱۱- که ستاسې په دوستانو او ملګرو کې داسې کسان وي؛ چې جنسي ځورونه کوي، ماشومانو ته یې ورپه ګوته کړئ، چې ترې لیرې واوسي
۱۲- ماشومان مو پوه کړئ، که چا په داسې ډول لاس وروړ يا یې مینه ورسره کوله؛ چې دوی د ناراحتۍ احساس کاوه؛ مور و پلار یا نورو مشرانو ته دې ووایي
۱۳- ماشومان دې پوه کړل شي، که چا یې شرمګاه (د پښو منځ) یا ځیګر ته لاس وروړ؛ نارې دې کړي او خلکو ته دې ووایي
۱۴- ماشومانو ته باید د مشرانو د درناوي تر څنګ د درنښت پولې هم وروښودل شي، چې درناوی دا مانا نه لري، چې موږ باید د مشرانو هره خبره ومنو او پر ناوړه کړنو یې خوله او سترګې پټې کړو
۱۵- ماشومانو تو ډاډ ورکړئ، چې که هر چا جنسي ځور ورکړ؛مور و پلار به یې هر وخت د خپل ماشوم دفاع کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ماشوم یې ناراحته کړي.



تبصره وکړئ

avatar