د مینې په اړه د محمد عزیز تحریک طنز

د مینې په اړه د محمد عزیز تحریک طنز

« مينه د زړه کار دی ،
دا د زور خبره نه ده !
تاو اخلي له زړه نه ؛
دا د اور خبره نه !؟ »

و ، نه و ؛ پخوا په زمانه کې . د خدای تعالی کړه او د زمانې تېرېده و ! چې زه د کابل د «شهر نو» د پارک سينما ته د « روټي ، کپړه ، اور ، مکان » د نوي هندي فلم د ليدلو لپاره تللی وم ؛ وبخښئ ! ما خو تاسې ته خپل ځان در ونه پېژندلو ؛ چې زه څوک يم !؟ زما نوم عنايت الله دی ، تخلص ، کورنی نوم او لقب مې « محبوب » دی خو مور مې راته له ناز څخه « محبوب جان » وايه ؛ ما د کابل د استقلال ليسه لوستلې او فعلاً د فرانسې د هېواد د پاريس د ښُکلي ښار د « اېفل » له تاريخي ـ هسک څلي سره نژدې د « آدم سمېت » د سړک په ( ۳۳۳ ) نمبر کور کې اوسېږم او زه د کابل د مشهور تجار [ د « فروشګاه بزرګ افغان » د مالک قاري امان « نوايي » ] درېيم زوی يم !!
بلې هو رښتيا پاک خدای تعالی ( ج) دې زما غاړه نه بندوي ! پاو کم درې بجې وې چې له سينما څخه را ووتلم او د شهر نو پر مغازو د چکر لپاره پلی قدم قدم روان شوم او بيا د « شهر نو » په « پارک » کې پر قدم وهلو او د « ال ام » سګرېټ په څکولو باندې مشغول شوم … هسې پر خپلې مخې د فلم د لوبغاړو په سوچونواو چورتونو کې له خپل ځان او ټول جهان څخه ورک او غرق روان وم او په خپلو چورتونو کې مې لکه شېخ چلي په خپل ګرېوانه کې خپل ځان ته وويل :
ای نا ځوانه ، ځوانه ! خلک په فلمونو کې کار کوي ؛ او ته هسې ناحقي د خپل پلار په مغازه کې په کار بوخت يې ! اصلي کار خو د فلمونو دی ! دا نور کارونه خو هسې تشې ببوزې او بې ارزښته چارې دي !!
راځه ته هم تمثيل زده کړه ، هندوستان ته لاړشه ؛ په سينمايي فلمونو کې به مشهور او نوميالی لوبغاړی شې ! زه په همدې سوچونو او خيالونو کې قدم قدم پر خپلې مخې روان او سګرېټ مې د ښي لاس د دوو ګوتو په منځ کې په فلمي اکټنګ نيولی و او د خولې پر شونډو مې ورڅخه خړې او شنې لوخړې اېستلې …!!
چې په ناڅاپي ډول مې د مدهو بالا په څېر يوه ډېره ښُکلې پېغله نجلۍ ، له مخې څخه تېره شوه او د سړک پر پلې لارې پلې روانه وه ؛ زما چې ورته پام شو ؛ نو پر ګړنديو ګامونو مې خپل ځان د هغې شاته ورساوه او له مصنوعي تبسم نه په ډکې خولې مې ورته په دري ژبې سلام ور کړ . هغې بېدرنګه وعليکم السلام ووايه ! ما ترې په فلمي اکټنېګ وپوښتل :
ـ وبخښه ګرانې ! نوم دې څه دی ؟
ځواب يې را کړ :
ـ « نوم مې « مينه » دی ! »
بيا مې ورڅخه وپوښتل :
ـ کومه خوا تشريف وړئ !
هغې راته په ځواب کې وويل :
ـ « د کابل پوهنتون ته ځم !»
کرار کرار يې تر څنګه روان شوم . ورته مې غېر ارادي له خولې را ووتل :
ته څومره ښُکلې نجلۍ يې !
هغې راته لکه فرانسوۍ نجلۍ ځواب را کړ :
ـ « سترګې دې ښُکلې دي !»
ـ ما ور زياته کړله :
تاسې کوژده او واده لرئ ؟
ځواب يې را کړ :
ـ « بلې ! مور او پلار مې درې مياشتې د مخه د خپل کاکا له زوی سره نامزاده کړې يم !»
ما ترې تپوس وکړ :
ـ خپل نامزاد دې خوښېږي ؟
هغې راته حيرانې حيرانې وکتلې ، ځواب يې راکړ :
ـ « ما خو هغه (د خپل کاکا زوی) نه دی انتخاب کړی ، چې خوښ مې شي !! زه خو مې خپلې مور او پلار ور سره نامزاده کړې يم ! »
ما ترې وپوښتل :
نو کله چې ته له هغه سره واده وکوې او( د خپل کاکا له زوی سره) کورنی ګډ ژوند شروع کړې او د تا په زړه کې له هغه سره هېڅ مينه نه وي !؟ او د هغه له تا سره په زړه کې مينه نه وي !؟ نو تاسې دواړه به ترڅو پورې د مجبوريت ( بې مينې ) ژوند ته ادامه ورکوئ؟ د هغه ( بې مينې ) کورني ژوند معنا ، خوند ، مزه او مفهوم به څه وي !؟
هغې په ژړغوني انداز ځواب را کړ :
ـ « چې نجلۍ يې او افغانه يې او په افغانستان کې ژوند کوې ؛ نو مجبوره يې چې په خپل زړه ، ذوق او خوښې د صبر غټې غټې ډبرې کېږدې . خپل ژوند ، خپله کورنۍ مينه او د خپل زړه خوشحالي د خپلو مشرانو په لاسونو او د هغوی په دوديزو ـ بې انصافه پرېکړو او نا معقولو تصميمونو باندې په ژوندونې د تل لپاره د ګورستان په سپېرو خاورو کې په تور او تنګ قبر کې ښخ کړې …!!»
زما له خولې څخه ورته په نا څاپي ډول د ارواښاد سرڅېړوونکي دوست محمد« شينواري » صاحب دا بيت را وواته :
« مينه د زړه کار دی ، دا د : زور خبره نه ده !
تاو اخلي له زړه نه ، دا د : اور خبره نه ده !؟ »
هغې نجلۍ د دې بيت په اورېدلو سره په ژړا او سلګو پيل وکاوه ؛ ما ور سره پر مخه ښه وکړله او زه د هغې پر حال غمجن زړه د خپل کور پر لور چې د وزير اکبر خان د مېنې په ( ۱۵ ) سړک کې واقع و ؛ روان شوم !!!



تبصره وکړئ

avatar