د نس ناستي پېژندنه

د نس ناستي پېژندنه

اوبلن رفع حاجب که په ۲۴ ساعتونو درې ځلي یا له دریو څخه زیات انسان ته پېښ سي، نس ناسته بلل کېږي.

عوامل:

د کوچنیو موجوداتو په واسطه منځ ته راځي چي په سترګو نه لیدل کېږي. دا کوچني موجودات میکروب نومېږي. د مچانو، ناپاکه لاسونو او خوړو په واسطه د خولې له لاري زموږ بدن ته ننوزي او موږ د نس ناستي په ناروغۍ اخته کوي.

مساعد کوونکي فکټورونه:

-د حفظ الصحې نه مراعتول

-د چوشک او شیرچوشک استعمال

-د چټلو اوبو چښل

نښي نښانې:

که چېري د نس ناستي درملنه پر خپل وخت و نه سي، د ناروغ د بدن د اوبو او مالګي د کموالي سبب ګرځي.

د نس ناستي په ناروغۍ اخته کوچني ته ګورو، چي د هغه مشکلات څه رنګه دي، حالت ئې نورمال دی، غیرشعوري حالت ته نژدې دی او یا خوبوړی دی. د نس ناستي په ناروغۍ اخته کوچنیان اکثراً خپل وزن بایلي او د نورمال حالت په انډول ډنګر ښکاري. د هغوی پوستکی خپل الاستکیت له لاسه ورکوي او د ډېرو مایعاتو د ضایع کېدو له کبله ګونجي پیدا کوي. سترګي ئې ننوتلي ښکاري او په شدید حالت کي توره حلقه پیدا کوي.


روغتيا

تبصره وکړئ

avatar