د پاکستان د نظام پرسر بحثونه؛ زرداري د ریاستي کیدو مخالفت وکړ

د پاکستان د نظام پرسر بحثونه؛ زرداري د ریاستي کیدو مخالفت وکړ

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پیپلز پارټۍ مرستیال آصف علي زرداري د دغه هېواد د نظام د ریاستي کیدو مخالفت کړی.

هغه په یوه تازه وینا کې ویلي، چې په دې اړه غوښتنې منطقي نه دي او د بریالیتوب چانس نه لري.

زرداري دغه راز ویلي، چې دوی په دې اړه جدي دریځ لري او بې نظمیو ته اجازه نه ورکوي.

دغه غوښتنه له څه وخت راهیسې د سزرمین پاکستان په نوم یوه واړه ګوند مطرح کړې، چې سخت مخالفتونه یې پارولي.

د عمران خان حکومت هم دا غوښتنه رد کړې.



تبصره وکړئ

avatar