د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی

د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی

د پيسو نړيوال صندوق ويلي دي، راتلونکي به د پاکستان اقتصادي وضعيت نور هم خراب شي او د خلکو توقعات نه شي پوره کولی.

ډان ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي دي، پاکستان بايد د راکړې ورکړې نوې پاليسي او سوداګرۍ برخه کې دې ګړندۍ هڅې پيل کړي.

د پيسو نړيوال صندوق وايي، سږ کال به د پاکستان اقتصادي وده دوه اعشاريه نهه سلنه وي.

د ياد سازمان په خبره، دغومره اقتصادي وده د عمران خان توقعات نه شي پوره کولی.

پاکستان په دې وروستيو کې د خپل اقتصادي وضعيت د سمېدو په خاطر د پيسو نړيوال صندق سره خبرې پيل کړي دي.



Leave a Reply

avatar
  Subscribe  
Notify of