د چاپېریال اغېزې د انسان په شخصیت

د چاپېریال اغېزې د انسان په شخصیت

ژباړن: خالص ادیب

که چېرې له بدبخت انسان سره ناسته ولاړه وکړئ د ژوند په اوږدو کې ورو ـ ورو تاسو هم په همدغه بدبختو باندې روږدي کېږي؛ ځکه د هرې بدبختۍ په لیدو سره داسې فکر کوي چې دا یو طبیعي کار دی. که چېرې له داسې کسانو سره ناسته ولاړه وکړئ چې تل د نورو کسانو عیبونه لټوي، هېره دې نه وي چې هغه ورځ هم راتلوونکې ده چې تاسو هم په دغه عمل باندې اخته شوي وئ؛ ځکه د یوه کار بیا ـ بیا تکرار درته طبیعي مالوميږي. که چېرې مو شاوخوا ملګري دورغ وایي په لومړیو کې تاسو د دوی دې خبرو په اورېدو سره عادي کېږي؛ خو د وخت په تېرېدو سره تاسو هم په دروغو عادت کېږئ، ملګرو ته مو دروغ وایي؛ مګر که چېرې له همدې دروغجنو ملګرو سره مو ډېر عمر پاتې شي تاسو ته هم اخر کې دروغ وایي. که چېرې له خوشحاله او د لوړې روحیې لرونکو کسانو سره ناسته ولاړه وکړئ، تاسو هم خوشحاله او روحیه مو لوړېږي؛ ځکه چې خوشحالي او ځانته ښه انګېزه ورکول درته طبیعي ښکارېږي. کوښښ وکړي له داسې ملګرو سره ناسته ولاړه وکړئ چې تل مثبت فکر کوي؛ ځکه زموږ زیات مثبت کارونه کولای شي منفي له منځه یوسي او دا کار مشکل نه دی فقط هر کار ته مو د لید زاویه تغیر کړئ، کولای شئ هر څه ښه وویني.


چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar