د گیم اف ترونز آتم فصل، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي

د گیم اف ترونز آتم فصل، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي

آمریکایي سریال گيم اف ترونز چي تر اوسه یې یوازي اته برخي تکمیلي سوي او وړاندي سوي د تر ټولو زیاتو کتل سوو سریالونو په قطار کي راغلي دي. ویل کېږي د یاد سریال اخیري برخي یعني آتم فصل چي تازه پر میډیا نشر سوي دي، ۱۷.۴میلیونو خلکو کتلي دي چي د یاد شمیر څخه ۱۱.۸ میلینوخلکو پر لیني چینلونو کتلي دي.

د HBO له لوري په یوه اعلان کي ویل سوي چي یاد فلم د زیاتو کتل سوو سریالونو ریکارډ مات کړي ځکه په وینا یې یاد فلم نور ټول سریالونه شاته پریښي دي.  یاد ارګان دا هم ویلي دي چي د گیم اف ترونز آتم فصل د نورو فصلونو په پرتله ۵۰ فیصده او د اووم فصل په پرتله ۹۷ فیصده زیات کتل سوي فصل دي. په یاد راپور کي ویل سوي چي نوموړي سریال د ۵ میلیونوڅخه زیاتو خلکو ټویټ کړي دي.

د یاد آمریکایي سریال ټول ټال اته فصله تکمیل سوي او لا کیداي سي چي نور فصلونه یې هم وړاندي سي. د یاد سریال اتم فصل د تر ټولو زیات کتل سوو سریالونو ریکارډ مات کړ.



تبصره وکړئ

avatar