ذهناً مړې شوې ښځې ماشوم وزېږاوه

ذهناً مړې شوې ښځې ماشوم وزېږاوه

پرتګال کې هغې ۲۶ کلنې ښځې ماشوم زېږولی چې له تېر دسمبر راهيسې ذهنا مړه بلل شوې ده.

کتراينا سيقويرا چې ورزشکاره هم ده د سختې ساه لنډۍ له حملې وروسته رسماً له ذهني پلوه مړه بلل شوې وه.

نوي زېږېدلي ماشوم ته سالوادور نوم ورکول شوی دی، چې د نيوناتال په روغتون زېږېدلی دی.

ياده مېرمن په نړيوالو لوبو کې د خپل هېواد استازيتوب کاوه چې له ډېرې مودې راهيسې د ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته وه.

رپوټونو کې ویل شوي، پر نوموړې هغه مهال د ساه لنډۍ سخته حمله وشوه، چې د ۱۹ اونیو مېندواره وه او خپل عمر یې ۱۹ کاله و.

هغه چې په کوما حالت کې وه تر دې وروسته له ذهني پلوه مړه وبلل شوه.


روغتيا

تبصره وکړئ

avatar