خوست: د عبدالله خان عالي درالمعلمین څخه ۷۹ نجونې ښوونکې فارغې شوې

خوست: د عبدالله خان عالي درالمعلمین څخه ۷۹ نجونې ښوونکې فارغې شوې

د خوست ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ په دې اړه د اساسي قانون په تالار کې مراسم نیول شوي وو، چې پکې خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي، د پکتیکا پخواني والي الیاس وحدت، ولایتي شورا غړو، علماکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو، استادانو د فارغو زده کونکو کورنیو، مدني ټولنې غړو او د بېلابېلو قشرونو استازو ګډوون کړی و.

 

خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د ۷۹ زده کونکو د فراعت په مراسمو کې د یادو فارغو زده کونکو له کورنیو، یونسیف ادارې، د دارالمعلمین له ښوونکو او له هغو کسانو مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې یې د پوهنې بهیر پیاوړی ساتلی او زده کړو ته یې مخه کړي.

ښاغلي فدايي، په دې غونډه کې د اسلام په تاریخ، فرهنګ او سیاست کې د میرمنو د نقش په اړه وینا وکړه او ویې ویل زموږ په تاریخ او اسلام کې میرمنو لویې میړانې کړي او دوی ملتونو ته ارزښت ورکړی دی.

والي زیاته کړه، د نجونو روزنه د یو نسل روزنه ده او نن ورځ ۷۹ نجونو فارغیدل د ۷۹ نسلونو لپاره کار کول دي.

هغه وویل:

زموږ ارزښتونه دا نه دي، چې ښځو څخه د کار کول، تعلیم او میراث واخلو، دا د ناروغو، فکرونو، ذهنونو او انسانونو خبرې دي، چې ښځه له هر ډول اسلامي حق څخه بې برخې کوي.

والي وویل چې اسلام مبارک دین لارښونه کوي، چې ته د رڼا غلام شه نه د جهل غلام، دا امر نر او ښځې ته دی، خو موږ نیمه ټولنه هېره کړې ده.

والي وویل:

سوله په خبرو نه راځي بلکې دایمي سوله هغه وخت راځي، چې موږ له خپلې ټولنې او کورنۍ څخه د جهل ټغر ټول کړو.

خوست والي له ټولو وغوښتل چې خپل ماشومان او نجونې ښوونځیو ته ولیږي او زیاته یې کړه هر چا چې په خپل زوی او لور لګښت وکړ، هغه په حقیقت کې په انساني تولیداتو پانګونه وکړه.

خوست والي وویل:

موږ به د ښځینه ښوونکو یوه اتحادیه جوړه کړو او دا کار به یوازې ښځینه ښوونکي پر مخ وړي او ولایت مقام به یې لګښت ورکړي.

همداشان یې وویل چې موږ به د نوي کال له پیل سره سم دا چې د الله ج ۹۹ نومونه دي، نو په نهه نهویم کال کې به ۹۹ ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارو.

ښاغلي فدايي زیاته کړه:

 په دې موخه چې د ښځو لپاره سوداګرۍ او لاسي صنایعو ته کار پیدا شي، موږ به د ښځینه سوداګرو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړه کړو، ترڅو د کورنیو اقتصاد پیاوړی او د بې کارۍ کچه راټیټه شي.

سرچینه وايي، په ناسته کې د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان او دارالمعلمین رئیس بخت نور بختیار په خپلو خبرو کې وویل:

 نن ورځ ۷۹ نجونې چې په مرکز او دریو ولسوالیو کې یې د یونسیف په مالي همکارۍ د درالمعلمین په کچه د ساینس، ریاضي او پښتو ادبیاتو کې د دو کالونو په جریان کې زده کړې کړي تصدیق پاڼې به تر لاسه کړي، چې دا به په ښځینه ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمبود تشه تر ډېره پوره کړي.

دوی له خوست والي مننه وکړه، چې د پوهنې چارو ته یې لومړیتوب ورکړئ او د پوهنې د بهیر په وړاندې یې زیات شمېر ستونزې هوارې کړي، چې له امله یې په معارف کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوی.

د فارغو زده کونکو نجونو په استازیتوب اغلي معصومې تعهد وکړ، چې د ټولنې د نورو ښځینه زده کونکو روزنې ته به دوام ورکوي او له خویندو یې وغوښتل چې زده کړو ته مخه کړي او د ناوړه رواجونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او هغه حق وغواړي، چې اسلام مبارک دین دوی ته ورکړی دی.

د رسنیو دفتر ویلي؛ د ولایتي شورا وکیلې اغلې نعت بي بي عمر په خپلو خبرو کې د نویو زده کونکو نجونو په فارعت خوښي وښوده او ویې ویل:

نجونو ته د لوړو زده کړو په برابرولو کې د ټولو مسولیت یو شان دی او ټول باید هڅه وکړو چې د خپلو زامنو په څير په لورګانو هم زده کړې تر سره کړو.

په ناسته کې د بهیر خصوصي لېسې د زده کونکو لخوا د سولې ترانې له وړاندې کولو څخه وروسته په فارغو نجونو زده کونکو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

 




t