د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، د ۳۴۹ ځایونو ارزونه ترسره شوې ده

د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، د ۳۴۹ ځایونو ارزونه ترسره شوې ده

کابل ښار په تېرو کلونو کې د غیر پلاني پراختیا له امله، د هوا دککړتیا له ستونزې سره مخ دی، د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا کچه پر یوې جدي ستونزې بدله شوې، چې په دې اړه د حکومت او خلکو اندېښنې زیاتې شوي، خو د چاپېریال ساتنې اداره له نورو حکومتي ادارو سره په همغږۍ باندې، پر یو شمېر پروګرامونو کار کوي څو د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی وکړي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې لوی رییس، شاه زمان میوندي، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د هوا ککړتیا ګڼ لاملونه لري چې غیر پلاني ابادونې، خام سړکونه، د منظم ښاري ټرانسپورټ نشتون، د شنو ساحو کموالی، منظمې برېښنا ته نه لاسرسی او له ټولو مهم د ژمي په فصل کې د هوا له ککړوونکو سون توکو لکه ډبرو سکرو څخه ګټه اخیستنه، پکې شاملېږي.
ښاغلي میوندي څرګنده کړه چې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو حکومتي ادارو کار ناشونی کار دی، بلکې په دې برخه کې د بېلابېلو سکتورونو لکه: خصوصي سکتور، مدني ټولنو، رسنیو، دینې عالمانو، علمي مراجعو او هېوادوالو رول مهم دی.
دغه راز د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې لوی رییس، وویل چې له یوه کال څخه راپه‌دېخوا، د دولت رهبرۍ د هوا د ککړتیا کمولو ته جدي پاملرنه کړې او د وروستیو درې میاشتو په ترڅ کې یې د هوا د ککړتیا په اړه دوه حکمونه صادر کړي دي چې په هغو کې وزارتونو او ادارو ته مشخص مکلفیتونه ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړه، دوه پلانونه چې یو یې د کابل ښار او بل یې د ولایتونو لپاره دی، چمتو او تصویب شوي دي، چې په پنځه کلن پلان کې په کابل ښار کې د هوا دککړتیا د مخنیوي، کمولو او مدیریت په موخه؛ ۲۵ وزارتونو او دولتي ادارو ته تر ۱۳ سکتورونو لاندې چې څه باندې ۵۰ موارد پکې شاملېږي، ځانګړې دندې سپارل شوې دي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې لوی رییس وویل: ” د یاد پلان تر تصویبېدو وروسته، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هغه د عملي کولو لپاره لاندې کارونه تر سره کړي، چې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي د عالي کمېسیون په دوو ناستو کې د پنځه کلن پلان وړاندې کول، د کنفرانسونو له لارې د پلان په اړه معلومات ورکول، له تطبیقي میکانیزم سره یو ځای ټولو ادارو ته د یاد پلان لېږل، د اړوند ادارو په همکارۍ سره د عمل پلان لپاره د پوهاوي ورکولو د پلان چمتو کول او له رسنیو او ادارو سره ناستې پکې شاملې دي.”
دغه راز ښاغلي میوندي وویل چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تېر ژمي په ژمني پلان کې ۱۱ موارد لرل، چې ۸۰ سلنه پلي شوي دي.
هغه زیاته کړه چې تېرو دوو میاشتو کې یې ۳۴۹ ځایونو کې ارزونه ترسره کړې چې د خښتو پخولو له داشونو، رېګرېشنونو، حمامونو او رسټورانټونو څخه څارنه پکې شامله ده او د هغې راپور یې اړوند ادارو ته سپارلی دی.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکو اوونیو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ په مرسته د هوا د ککړتیا په اړه د پوهاوي ورکولو او ماسک وېشلو کمپاین پیل شي.




t