د ۲ ملياردو افغانيو پروژې بشپړې او د ۸۹۷ ميليونو افغانيو پروژې پیل شوې

د ۲ ملياردو افغانيو پروژې بشپړې او د ۸۹۷ ميليونو افغانيو پروژې پیل شوې

د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري پروان او کاپيسا ولايتونو ته د يو رسمي سفر پر مهال د پروان والي ډګر جنرال فضل الدين عيار، د کاپيسا والي عبداللطيف مراد، په ملي او ولايتي شوراګانو کې د خلکو استازو قومي مخورو، د يادو ولايتونو مدني فعالانو په حضور کې د دوه ملياردو افغانيو په ارزښت د دريو پروژو د ۱۴۰ مترو په اوږدوالي د ګلبهار پل، د ۹۹ مترو په اوږدوالي د صياد پل او د ۱۷ کيلومترو په اوږدوالي د جمالاغه ــ بولغين سړک پرانيستې وکړې او ګټې اخيستنې ته يې وسپارلې او د دانش الي مغان سړک د دريو لاټو په درلودلو سره چې ټول ټال ۱۵ کيلومتره کيږي او د نجراب سړکونه په څلورو برخو کې (خارج دره، کله حوت، غوچولان او جورغل) د جوړولو کار د ۸۹۷ مليونو افغانيو په ارزښت رسمآ پيل شو.

د ټرانسپورټ وزير د پروژو دې پرانيستلو مراسمو کې وويل، د افغانستان حکومت د پروان او کاپيسا ولايتونه د مهمو ولايتونو څخه پيژني او د افغانستان په ابادۍ او ښيرارۍ کې مهم رول لري او د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتماب جمهور رئيس د يادو ولايتونو څخه د ليدنې پر مهال يې تاسې ته د انکشاف او اتصال ژمنه درکړې وه موږ نن ورځ د ولسمشر د ژمنو سرته رسولو لپاره ګام پورته کړ.

ښاغلي ياري ووېل: د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې په يادو ولايتونو کې ۳٫۷ ميليارده افغانۍ پانګونه کړې ده او د دې پروژو په تطبيق سره د ياد ولايت د خلکو ټرانسپورټي ستونزې يې حل کړې دي او د پروژو د کار له پيل سره ځايي اوسيدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده

د ټرانسپورټ وزير زياته کړه، سره لدې چې نن کومې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې لخوا د کاپيسا ولايت لپاره د ۲,۷ ميليونو افغانيو په ارزښت څو نورې انکشافي د ساتنې او څارنې پروژې د کار لاندې دي او يو څو نورې پروژې په پلان کې شاملې دي.

د يادو ولايتونو واليانو، د ملي شورا او ولايتي شورا استازو او د کاپيسا ولايت اوسيدونکو د يادو پروژو له کبله د ټرانسپورټ وزير او د کاري ټيم څخه مننه وکړه او د راتلونکو پروژو د تطبيف لپاره يې د هر اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.




t