ننګرهار: دولتي ادارو ته له کلدارو سره ننوتل منع شول

ننګرهار: دولتي ادارو ته له کلدارو سره ننوتل منع شول

د ننګرهار والي په امر سر له سبا څخه دولتي مامورين او عام خلک دولتي ادارو ته له کلدارو سره نشي ننوتی .

ددې ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ والي شاه محمود میاخېل د لېندۍ په ۲۳مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د افغانیو دودولو په غونډه کې چې په کې مسؤلینو او ولسي خلکو ګډون کړی وو، امر وکړ چې سر له سبا څخه به دولتي مامورین او عام خلک دولتي ادارو ته له کلدارو سره نشي ننوتی .

نوموړي د خلکو د هغه شکايت په نتيجه کې چې يو شمېر بانکونه وړې افغانۍ نه اخلي ګواښ ‎وکړ تر دې وروسته چې هر بانک وړې افغانۍ نه اخېستې دفتر یې تړل کېږي.

نوموړي د ټرانسپورټ ادارې ته سپارښتنه وکړه، چې د ټرانسپورټي نرخونو لپاره نوې لايحه رامنځته کړي او هر ځای ته چې سل کلدارې کرايه وي، څلوېښت افغانۍ دې وټاکل شي.

هغه له سوداګرو هم وغوښتل چې دې برخه کې دې ورسره همکاري وکړي او پر دوکاندارانو دې مالونه له افغانيو پرته نه پلوري.

د ننګرهار والي وويل:

 د روانې مياشتې تر پايه به دغه برخه کې د عامه پوهاوۍ تر کچې کار کوي؛ خو د مرغومي په لومړۍ نېټه به دې برخه کې جدي پرېکړه کېږي او که بيا هر چا سر غړونه وکړه قانوني چلند به ورسره کېږي.

‎د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل، دوی دا ځل د دغې پرېکړې د عملي کولو برخه کې جدي دي او د افغانيو د دودولو د کمېسيونو په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وويل:

دا ځل به په دې کمېسيونونو کې سوداګرو، مدني فعالانو او نور قشرونو ته به هم ونډه ورکړل شي.

د ننګرهار امنيه قوماندان سمونوال محمد ايمل نيازي وويل:

 پوليس به سر له سبا څخه د ولايتي ادارې د دغې پرېکړې عملي کولو کې برخه اخلي.

د ننګرهار د مدني فعالانو په استازۍ شريف الله ناصري وويل:

د افغانيو رواجول ملي جذبه غواړي او د پاکستان سره د مبارزې لپاره د افغانيو دودولو ستر کار دی.

‎د جلال اباد ښار د دوکاندارانو په استازۍ خانزاده افغان وويل:

دوکانداران د کلدارو د ارزښت د کموالي له امله له زيان سره مخ شوي، خو که سوداګر افغانۍ استعمال کړي دوی حاضر دي چې افغانۍ استعمال کړي.

په دې غونډه کې د صرافانو،اصنافو،تیلو پمپونو،سوداګرو،ډاکترانو او یو شمیر نورو اتحادیو استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د کلدارو د مخنيوي لپاره د ښار له واټونو د صرافۍ د بکسونو ټولېدو، د کلدارو په نسبت د افغانيو نرخونو کم ټاکلو، د ټرانسپورټي کرايو لپاره د افغانيو نرخونو ټاکلو او بانکونو لخوا د وړو افغانيو اخېستو وړانديزونه هم وکړل.

سرچینه زیاتوي؛ په وروستیو کې د ننګرهار والي په مشرۍ مسؤلینو وروستیو کې د افغانیو د رواجولو په موخه جدي هلي ځلي پیل کړي دي .




t