نیکولاس کې: افغانستان سولې او ټيکاو ته بېرته ور ګرځېدونکی دی

نیکولاس کې: افغانستان سولې او ټيکاو ته بېرته ور ګرځېدونکی دی

ډېره مننه ښاغلی سفیر چې موږ ته مو دا فرصت برابر کړ، چې له تاسې سره د افغان سولې د بهیر په اړه مرکه وکړو.

پوښتنه: د ناټو اوسنی رول د سولې په خبرو کې څه دی؟

سفیر نیکولاس کې: په افغانستان کې د ناټو ماموریت د افغان ځواکونو ملاتړ دی، چې د افغان پوځ او پولیسو روزنه، هغوی ته د مشورې ورکول او له هغوی سره مرسته په کې شامل دي. موږ دغه کار د دې لپاره کوو څو ډاډ تر لاسه کړو چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او طالبان د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای. له همدې کبله یوه سیاسي جوړجاړي او د سولې بهیر ته اړتیا ده. موږ مرسته کوو چې د سولې لپاره شرایط برابر شي.

– فکر کوی چې د سولې د هوکړې لپاره شرایط برابر دي؟

– زه ډېر خوشبین یم، ځکه طالبانو ویلي چې غواړي په دوحه کې بېرته د مذاکراتو مېز ته ستانه شي. د دغو مذاکراتو یوه برخه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پر یوې لارې هوکړه کول دي او دا خورا مهم ګام دی. زه فکر کوم چې طالبانو درک کړې چې د جګړې په ډګر کې یې بریا ناشونې ده، نو باید مذاکرات وکړي. دلته په افغانستان کې هم ټول افغانان سولې ته تږي دي. زه چې د هېواد هر ګوټ ته ځم، که په شمال کې وي، که په سوېل کې وي او که په ختیځ کې؛ ښځې، مدني ټولنه، ځوانان او هر څوک وايي چې همدا اوس د دې وخت دی چې جګړه پای ته ورسېږي او سوله راشي. دغه راز په سیمه کې که ازبکستان ته سفر کوم او که پاکستان، یا  که د روسيې او چین له ډیپلوماټانو سره ګورم، ټول وايي، غواړي چې د افغان سولې د بهیر ملاتړ وکړي. د سولې په تړاو پیاوړې اجماع رامنځ ته شوې. اوس چې ۲۰۲۰ ز کال ته نږدې شوي یو، زه هیله‌من یم چې د جګړې د پای ته رسولو پر لور به حقیقي پرمختګ وګورو.

– د بندیانو تر بریالۍ تبادلې وروسته، څه فکر کوی چې افغانستان څومره اوربند ته نږدې شوی دی؟ ټرمپ هم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې طالبانو د اوربند لپاره یو څه انعطاف ښودلی دی.

– زه فکر کوم چې هر څوک غواړي او تمه لري چې په تاوتریخوالي کې کموالی راشي، ځکه تاوتریخوالی په افغانستان کې د پرمختګ، اقتصادي او ټولنیزې ودې مخه نیسي. تاوتریخوالی دغه راز د سولې په برخه کې د پرمختګ مخنیوی هم کوي. اړتیا ده چې د هېواد په کچه تاوتریخوالی په واضېح ډول راکم شي. زه باوري یم چې په تاوتریخوالي کې کموالی په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د بحثونو برخه ده او دغه راز به د بین الافغاني خبرو مهمه برخه هم وي. که دا خبرې په بیجېنګ کې تر سره کېږي او که په جرمني یا بل هر ځای کې. خو د خبرو لپاره وخت هم لنډ دی، نو اړتیا ده چې طالبان دې د هغه تاوتریخوالي کمولو ته ژمنتیا او لېوالتیا  وښيي چې پر افغانانو یې تپلي او د دې کار لپاره د ځینې واقعي نښې هم وړاندې کړي.

– که طالبان په بین الافغاني مذاکراتو کې د امارت پر بېرته راتګ د سولې لپاره د اصل شرط په توګه ټینګار وکړي، د ناټو دریځ به څه وي؟

– د سولې په خبرو کې به چې زه ډاډه یم کېږي او هیله ده چې ژر وشي، د افغانستان دولت، طالبان او د افغان ټولنې بېلابېل اقشار د مذاکراتو لپاره کېني او پرېکړه به کوي چې راتلونکی افغانستان، راتلونکی حکومت او د حکومت سیسټم به څه ډول وي. دا داسې بحثونه دي چې افغانان یې باید په خپل منځ کې وکړي او په ګډه یوې پرېکړې ته ورسېږي. موږ د نړیوالو شریکانو او ملګرو په توګه اړه یو څو ډاډ تر لاسه کړو چې په خبرو کې ګډون کوونکي کسان له دې واقعیت څخه خبر دي، چې ډېری هېوادونه به له داسې افغانستان سره مرستو ته دوام ور نه شي کړلی، چې بشري حقونو ته درناوی نه کوي او ډیموکراټیک نه دی. دا دې شرایطو یا کوم ځانګړي نظر تپل نه دي، دا یوازې حقیقت او واقعیت دی. له حقوقي اړخه، ډېری هېوادونه چې د ناټو غړي هم په کې شامل دي، له داسې افغانستان سره مرسته نه شي کولی چې ډیموکراټیک نه دی او بشري حقونو ته درناوی نه کوي.

– که اوسنۍ خبرې ناکامېږي او امریکا پرېکړه کوي چې له افغانستانه خپل ځواکونه له سیاسي جوړجاړي او د سولې له هوکړې پرته وباسي، د ناټو دریځ به څه وي؟

– زه فکر کوم دا به سمه نه وي چې اوس حدس ووهل شي چې څوک به څه پرېکړه کوي. هغه څه چې ښکاره دي، هغه د امریکا ژمنتیا ده چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او پر هغه تړون بحثونه ورسره کوي چې په میاشتو میاشتو یې کار ورباندې کړی دی او ناټو یې بشپړ ملاتړ کوي. له طالبانو سره د امریکا تړون به مستقیمو بین لافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي. مستقیمو بین الافغاني خبرو ته رسېدل لومړیتوب دی او ناټو دې موخې ته د رسېدو لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ او هرکلی کوي.

– که امریکا د ځواکونو د وتلو پرېکړه کوي، ناټو به هم ورته ګام پورته کړي او که به له افغانستان سره مرستو ته ژمنه پاتې شي؟

– ناټو د ۲۹ هېوادونو تړون دی چېرته چې ۲۹ متحدین په ګډه پرېکړه کوي. ناټو دلته تر خپل ماموریت وړاندې په ۲۰۰۳ ز کال کې راغلې. موږ په تېر کې هم تعامل کړی او زه ډاډه یم چې په راتلونکي کې به هم د خپل حضور په اړه په ګډه پرېکړې وکړو. ناټو یو ځواکمن اتحاد دی او کارونه په یووالي تر سره کوي.

– ناټو به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي؟

– د ناټو مشرانو د لېزبن په کنفرانس کې ښکاره نظر وړاندې کړ او ویې ویل چې ناټو له افغانستان سره اوږدمهاله مشارکت غواړي، چې دوی دوامداره مشارکت ورته وايي. د دې مانا دا ده چې ناټو به د هغه څه تر سره کولو ته دوام ورکړي، چې په نړۍ کې یې له ډېرو هېوادونو سره د مشارکت لپاره کوي او په دې کې روزنه، د بنسټونو تر منځ اړیکې او که اړتیا وي ظرفیت جوړونه شامل دي. دا د ناټو دریځ او هیله ده، البته افغانستان هم باید په دې تړاو پرېکړه وکړي. موږ د دې وړاندوینه نه شو کولی چې افغانستان د سولې تر تړون وروسته څه غواړي، خو له افغانستان سره د دوامداره مشارکت لپاره د ناټو لېوالتیا څرګنده او زموږ ژمنه ټینګه ده.

– تر سولې وروسته به په افغانستان کې د ناټو رول څه وي، یانې که افغانستان سولې ته رسېږي، ناټو به د افغانستان لپاره څه کولو ته ترجیح ورکړي؟

– لکه وړاندې مې چې وویل، ناټو له افغانستان سره دوامداره مشارکت ته ژمنه ده. زه په بشپړ ډول تمه کولی شم چې افغانستان به په امنیتي سکټور کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ولري. د بېلګې په ډول، د افغانستان پوځ او پولیس اوسمهال تقریباً په بشپړ ډول د ناټو په ګډون، د نړیوالې ټولنې له لوري تمویلېږي. د تمویل لپاره دغه اړتیا شاید د یو څه وخت لپاره دوام وکړي. دغه راز به د افغان پوځ او پولیسو د روزنې اړتیا هم دوام وکړي او ناټو اوسمهال د روزنې او مشورې له بهیر سره مرسته کوي. ناټو غواړي دغه کار ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

دغه راز به افغانستان له طالبانو سره تر جوړجاړي او هوکړې وروسته هم ښايي له ځینو ننګونو او امنیتي ګواښونو سره مخ وي. د داعش ګواښ کېدای شي وي، دغه راز ښايي د القاعدې ګواښ هم وي او سیمه ییزې ترهګرې ډلې او د نشه يي توکو قاچاقبر هم ښايي ګواښ پېښ کړي، نو افغانستان به احتمالاً په راتلونکي کې له دغو کواښونو سره د مبارزې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا ولري.

– څه فکر کوی چې ناټو به تر سولې وروسته د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو، د لاسوهنې د مخنیوي په برخه کې کوم رول ولوبولی شي؟

– زه فکر کوم په داسې حال کې چې موږ وړاندې ځو، دا خورا مهمه ده چې سیمه ییز هېوادونه او ګاونډیان د افغان سولې له بهیر څخه په ملاتړ کې له نږدې ښکېل شي او کله چې خبره نهايي تړون او د سولې هوکړې ته رسېږي، سیمه ییز او ګاونډي هېوادونه باید د دغه تړون ملاتړ کوونکي و اوسي. زه باور لرم چې دغه کار په زیاتېدونکي ډول د هر چا په ګټه دی. د سیمې، منځنۍ آسیا او سویلي آسیا راتلونکې تر ډېره په باثباته او خوندي افغانستان پورې تړلې ده، څو خلک له افغانستان سره او د هغه له لارې سوداګري وکولی شي، څو د انرژۍ اکمالات له منځنۍ آسیا سویلي آسیا او کرنیز صادرات له سویلي آسیا منځنۍ آسیا ته ورسېږي. د سیمې تر منځ اتصال د هر چا په ګټه دی او دغه اتصال په افغانستان کې په امنیت او ثبات پورې تړلی دی.

– ستاسې موخه دا ده چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره به اړتیا نه وي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي؟

– د سیمې هېوادونه به له باثباته او خپلواک افغانستان څخه د ملاتړ لپاره ډېر دلایل ولري.

– ستاسې په باور، د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندي کولو تر ټولو غوره لاره څه ده؟

– کله چې افغانان له طالبانو سره د مذاکرتو لپاره کېني، دې ته جدي اړتیا لري څو دا واضېح کړي چې نننی افغانستان له ۲۰ کاله وړاندې افغانستان سره چې طالبان دلته په کابل کې وو، ډېر توپیر لري. د ننني افغانستان، د هېواد ټولې برخې بدلې شوې دي. ځوانان، ښځې، رسنۍ او لوستي خلک ډیموکراسي غواړي. دوی غواړي چې د رایې ورکولو حق ولري څو خپل رهبران او دولت وټاکي. غواړي چې بشري حقونو ته یې بشپړ درناوی وشي. د مذاکراتو پر مېز به نوی افغانستان اړ وي، چې دا خپلو طالبانو وروڼو ته واضېح کړي.

– تاسې کلونه کېږي چې په افغانستان کې کار کوی او د افغانستان عیني واقعیتونه درته معلوم دي، سولې ته څومره هیله‌من یاست؟

– البته، آن له کار وړاندې زه افغانستان ته په ۱۹۷۶ ز کال کې، دری کاله وړاندې له دې چې شوروي افغانستان اشغال کړي، د سیاح په توګه راغلی وم. زه اوس چې ۲۰۲۰ ز کال ته دننه کېدو په درشل کې یو، احساسوم چې ښه فرصت شته چې موږ هغه څه ته بېرته ستانه شو چې افغانستان په ۱۹۷۰یمو کلونو کې ترې برخمن و، یانې امنیت او سوله. هغه مهال خلک آزاد وو چې د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي، له دې وېرې پرته چې که له کوره وځي، مارکېټ یا ښوونځي ته ځي، نه پوهېږي چې بېرته به کور ته راساتنه شي او که نه. زه فکر کوم چې افغانستان به یو ځل بیا هغه سوله او آرامي تر لاسه کړي.

– په پای کې کولی شی چې د افغان جګړې له اړخونو، امریکا، افغان دولت او طالبانو سره مو خپل پیغام شریک کړی؟

– زما په باور، ټول باید د اوس لپاره د افغانستان د حکومت، طالبانو او پراخې افغان ټولنې تر منځ د مستقیمو خبرو لپاره د چټکې او تر ټولو مستقیمې لارې پر پیدا کولو تمرکز وکړي. افغانان باید متحد وي، باید پر خپلو ارزښتونو او هغو اصولو ډاډه وي چې دوی یې دفاع کوي او هر ډول مذاکراتو ته له ښه ځواک او یووالي سره ولاړ شي.

– د مرکې له کبله مو مننه.

– مننه چې راغلی او له ما سره مو مرکه وکړه.




t