رسنۍ: امیتاب بچن په فلم کي د پاکستاني د رول لوبولو څخه ډډه وکړه

رسنۍ: امیتاب بچن په فلم کي د پاکستاني د رول لوبولو څخه ډډه وکړه

د ایکس پریس ټربیون ورځپاڼې په یوه مطلبکي د بالیووډ د پاچا او نوموتي سېنمایې ستوری امیتابچن په هکله په یو راپور کي ویلي دي، چې د هند او پاکستان په اړیکوکي ستونزو اوس پر بالیووډ هم اغیز کړی، ځکه مشهور سېنمایي ستوری امیتاب بچن په یوه فلم کي د یوه پاکستاني د رول له ادا کولو څخه انکار کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د یاد فلم د جوړولو لپاره د فلم جوړونکو او امتیا بچن تر منځ له دوو کلنو راهیسي خبري روانې وې. ورځپاڼه لیکي، که څه هم یاد مشهور سېنمایي ستوری امیتاب په فلم کي یاد رول ته ډېرخوشاله و، ځکه د فلم اصلي لوبغاړی د سولی پيغام استاوه، خو کله چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له کړکیچ سره مخامخ سوه، نو هغه اوس د دې رول له ادا کولو ډډه کړې ده.

امتیا بچن که څه هم اوس ډېر زوړ سوي خو بیا یې هم سېنمایي ډکر په خپل جادوي انداز او تجربي سره تود ساتلي، نوموړي اوس هم په زیات شمیر فلمونو کي مختلیف رولونه اداکوی او فلمونه یې د مینوالو مینه اوس هم ورماتوي.



تبصره وکړئ

avatar