د معدې د مکروب نښې زیانونه او درملنه!

د معدې د مکروب نښې زیانونه او درملنه!

د معدې د ناروغیو یوه ستره برخه د ایچ
پایلوري پواسطه د معدې مکروبي کیدل دي. نوموړی مکروب د ککړو خوړو په زریعه له بهرني محیط څخه ځان د هاضمپ کانال ته رسوياو د معدې یا د کوچنیو کولمو په اوله برخه کې ځای پرځای کیږي چې کله د سالم انسان معده پر دغه مکروب ککړه شي نو لاندې علایم زیږوي.

د ایچ پایلوري نښې

‎۱-د وزن له لاسه ورکول
‎۲-د اشتها کموالی
‎۳-د اوږو او د ملا د عضلاتو درد
‎۴-د معدې سوځنده حالت
‎۵-د لاسونه د بندونو درد
‎۶- د خیټې د بادونو ‌‌‌‌‌‌ډیروالی
‎۷-د وینې کموالی
‎۹- قبضیت
‎۱۰- په خیټه کې د ګُړ ګُړ اوازونه
‎۱۱-د خیټې دوامداره بادونه او پړسوب
‎۱۲-په ځینی حالاتو کې ترخې او تُرشې اوبه تر خولې راپورته کیږي.
‎۱۳-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کوي.
‎۱۴-د خیټې خفیف دردونه چې معمولا د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ له خوراک وروسته پیلیږي.
‎۱۵-په ځینو ناروغانو کې د اوږدمحال اسهال سبب ګرځي.

د ایچ پایلورې زیانونه:
‎ښایي تعجب به وکړئ چې د ایچ پایلوري مکروب به دومره وژونکي او مدهش زیانونه وي،مګر هغه انسانان ددغو زیانونو نه په امان پاتې کیږي چې خپله حفظ الصحه سمه رعایت کوي او ددغه مکروب د له منځه وړلو لپاره د درملو ترڅنګ مخصوص پرهیز هم کوي. زیانونه یې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي
۱-peptide ulcer د معدې د دیوال شړیدل
۲- chronic gastritis د معدې اوږمحاله التهاب
۳-Maldigestion د هضمیت فقدان
۴-Gastric Adenocarcinoma د معدې خبیث سرطان
۵-gastric maltoma د معدې په دیوالونو کې د شحمیاتو ځای پر ځای کیدل
۶-esophageal cancer د مرۍ سرطان
۷-diopathic thrombocytopenic purpura د صفحات دمویه کمبود.

څنګه یې درملنه وکړو؟

‎د ایچ پایلوري درملنه آسانه ده نن سبا له لسو نه تر پنځه لس ورځو موده په بر کې نیسي پدې دوران کې د PPI د کورنۍ له درملو او د انتی بیوتیکو درمل خوړل کیږي د یادې مودې په اندازه مخصوص پرهیز هم آړین ده
ډاکترنويد خپلواک



روغتيا

تبصره وکړئ

avatar
t