په افغانستان کې د پولیو دوه نوي پیښې رامنځته شوي

په افغانستان کې د پولیو دوه نوي پیښې رامنځته شوي

راپورونه وايي، افغانستان کې د پوليو دوې نوې پېښې رامنځته شوي چي یوه یی د روزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالی کې رامنځته شوي.

تازه فلج شوی ماشوم یو کال عمر لري او هلک دی چې هیڅ ډول واکسین ندی تر لاسه کړی. یاده سیمه د تالیبانو تر ولکه لاندې ده او د اپريل میاشتې را په دې خوا په کې کور په کور واکسین بندیز دی.

 دوهمه پیښه د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالی کې رامنځته شوې، ماشوم د څلورو کلو هلک دی. دې ماشوم څو ځله واکسین هم اخیستی دی.

دا ساحه هم د تالیبانو تر ولکه لاندی ده او کور په کور واکسین پکی بند دی. له دی دوو پیښو سره په افغانستان کی ټولی څلور ویشت پیښی شوې چی نهه یی په روزګان، پنځه هلمند، څلور کندهار، یوه کنړ، یوه ننګرهار، دوه پکتیکا، یوه باد غیس او یوه بغلان کی ده.




t