یخ وهل یا cold injury

یخ وهل یا cold injury

نن سبا چې هوا ډیره یخه ده او اکثره مسافرین د یخ سره مخ کیږي نو مناسبه مې وبلله چې په دې اړه له هیوادوالو سره معلومات شریک کړم!
انسان چې کله له یخ سره مخ شي نو د حرارت د تولید لپاره بدن لرزه کوي او د عضلاتو فعالیت هم حرارت توليدوي او ددې لپاره چې له بدن څخه حرارت ضایع نشي نو د پوستکي موضوعي اوعیني تقبض[vasoconstriction] کوي چې له دې سره پوستکي نور هم یخ کیږي
یخ وهل څو ډولونه لري چې په لاندې ډول دي!

لومړی: Frost nip
په دې حالت کې پوزه، غوږونه او ګوتي یخ وهي چې دا به سړې، سپین رنګه وي او کیدایشی چې لږه اندازه بې حسي هم ولري په تداوي کې یې ګوتې په تخرګو کې ږدو که پښه وي نو لانده بوټ او جرابې ځیني باسو پښه ګرمو او وچې جرابې په پښو کو

دوهم: Immersion foot
که چیرې پښې یا لاسونه د ډیر وخت لپاره لانده پاتې شي نو دا حالت رامنځته کیږي چې په دې وخت کې به يخه ساحه اول بې حسه وي او ددې په تعقیب باندې د ساحې د ګرموالي احساس شدید د سوځیدنې احساس او درد رامنځته کیږي، ساحه به خاثفه وي پړسوب به لري تڼاکې سوروالی شنه ټپونه او نکروز د ساحې به رامنځته شي
تداوی یې: اخته برخه وچه کړئ، نهایات د ضربې څخه وساتي د مکروبو څخه یې پاکه وساتئ، ساحه يې په تدریجي ډول سره د کوټې په ګرمه هوا سره ګرمه کړئ خو ګرم شی مه پر ږدئ، متضرره ساحه لوړه کړئ ترڅو پړسوب یې را کم شي.

دریم: Frost bite
کله چې انسان بیخي يخی[freezing] ونیسي او په انساجو کې د یخي د کرېسټالونو رامنځته شي همدې حالت ته وايي
په دې حالت کې پوستکی سپین رنګه وي په اول کې خارښت لري بیا یې د حرکت قوت کم شي پړسوب، وینه کونکي تڼاکې، نکروز او ګانګرین یا د ساحې شوړیدل او توروالی کيدايشي پکې رامنځته شي

تداویيې: ناروغه برخه په ګرمو اوبو کې چه حرارت یی د ۴۰-۴۲ c پوري وي د څو دقیقو لپاری پریږدئ خو د اور څخه استفاده مه کوئ چې کیدایشي د سوځیدنې باعث شي.
دا ساحې ته باید حرکت ور نه کول شي او هم یې له موښلو څخه ډډه وکړئ، ساحه مه تړئ خلاصه يې پریږدئ، اخته عضوه لوړه وساتئ او تڼاکې مه څیرئ، ناروغه ساحه پاکه وساتئ او ناروغ ته د ټیټانوس ضد واکسین ورکړئ، ښه خبره داده چه ژر مړه شوي انساج قطعه نشي بلکې د اوږد وخت لپاره ورته انتظار وشي چې ممکن بیرته جوړ شي د مکروبو او درد لپاره ورته دوا ورکړئ

څلورم: Hypothermia يا د ټول بدن یخ وهل

يعني که چیرې د بدن داخلي حرارت تر ۳۵cرا کم شي همدې ته وایی
په دې وخت کې به ستړیا بې علاقګي د موازنې له منځه تګ د شعور خرابوالی او نور رامنځته شي
تداوي:
لانده کالي، بوټونه او جرابې ځیني لیري کړئ او په ځای یې ګرمې وچې جامې ور واغوندئ د
ناروغ له بدن سره د تودو اوبو کڅوړې په تماس کې کړئ یا یې هم په ګرمه بستره کې څملوئ، که یې شعور ښه وه نو يې هڅوئ چې لږه اندازه فزیکي فعالیت وکړي او ګرم مایعات ورته ورکړئ
که ناروغ بې حاله وو نو ورته د ګرمو اوبو په وسیله حمام ورکړئ چې د حرارت درجه یې۴۳ -c۴۸ پورې وي ګرم اکسیجن یا د ګرمو اوبو حرارت په انشاق کړئ او ناروغ ته ګرم سیروم چې حرارت یې۴۳c وي ورکړئ
او که ناروغ بیخي نبض نه درلوده نو ورته CPR شروع کړئ او د اریتمیا لپاره ورته ډیفیبریلیش اجرا کړئ ګرم مایعات او ګرم اکسیجن ورته ورکړئ

مخنیوی:
که یخو سیمو ته سفر کوئ نو
اول: له خپل ځان سره اضافي غذا، جرابي، جامې، بوټونه او دستکلې یوسئ که چیرې لندیږئ نو په بله وچه جوړه یې بدل کړئ.

دوهم:ګرمې جامې چې څو لایې یا پوښه ولري او خارجي برخه یې د اوبو او یخ ضد وي [windproof ] واغوندئ
دریم: مړوندونه، ګوتواو لینګیو ته دوامداره حرکات ورکړئ ترڅو یخ نشي
څلورم: تنګي او په بدن فشار راوړونکی جامی مه اغوندئ
پنځم: پر پښو د ډیر وخت لپاره مه دریږئ
شپږم: د سګریټو الکولو او خوب راوړنکو دواو له استعمال څخه ډډه وکړئ
ستاسو د ښې روغتيا په هيله
ډاکټر کريم الله ظاهري- زابل




t