( زرو) ناول د تراژيدي يوه ښايستوکې تابلو! حنیف حیران

( زرو) ناول د تراژيدي يوه ښايستوکې تابلو! حنیف حیران

د زمانې له عصري کېدو سره خلک د طبيعي يا ټولنيزو پېښو پر وړاندې د نوې ټکنالوجۍ هره اختراع داسې ګڼي، چې ګواکې د طبيعت د نادودو پر وړاندې ترې د ډال کار واخلي. اوسني خلک د نوې ټکنالوجي پر هرې لاسته راوړنې وياړي او پر پخوانيو هغو پورې خاندي. زه په شپږم ټولګي وم، زمونږ يو ښوونکی و. هغه راته يوه مقاله ليکلې وه، ما ته يې ويل چې بايد د ښوونځي د نوي درسي کال په غونډه کې يې واوروم. په مقاله کې ويل شوي وو، چې د راتلونکې زمانې خلک به پر اوسنيو پرمختګونو لکه تلوزيون، راډيو، اورګاډي، موټر او….. پورې خاندي او دا به ساده ايجادات ګڼي. ما وېل چې تر دې به هم عصري او نوې ټکنالوجي لا څه وي؟ اوس چې زه انټرنېټ، سپوږمکۍ، کمپيوټر، موبايل او……. ته ګورم وايم شک نشته چې شل کاله وروسته خلک به د دې وخت په ټکنالوجۍ پورې خاندي او دا به ساده ايجادات ګڼي.

اوسنۍ ټکنالوجۍ چې د خلکو ساده ژوند څومره رنګين کړی دی، مونږ يې يوازې د فلمونو، کيسو او ناولونو په بڼه خلکو ته د پخوانيو هغو د ژوند برعکس ښودلی شو. پخواني ناولونه يا نقلونه به ډاروونکي وو، بلاګانې به پکې وې، پيريان او مړو به پر خلکو پاچاهي کوله. زما ښه ياد دي، زما يوه زړه انۍ وه، هغې به کيسه راته کوله، چې په پخوا وختونو کې يوې ښځې څلوېښت ورځې مونځ نه و کړی، بلا يا شيشکه ترې جوړه شوې وه، پرديو کورونو ته به ورتله، ځان به يې د وېښته غوندې نری کړ او د دروازې په چول به ننوته. په کور کې به يې ټوله مالګه وخوړه، بيا به بل کور ته لاړه، همداسې بل او بل ته. مالګې به تږې کړه، ژبه به يې راوتلې وه، سيند ته به وراوږده شوه، نيم سيند اوبه به يې وڅکلې. مونږ به د دې نقلونو يا کيسو په اورېدلو دومره ډار شوي وو، چې له کوره به هم نه شو راوتلی. خبره مو د تېرو فلمونو کوله، همدا فلمونه هم يو څوک ليکوال ليکي. ليکوال تېرې زمانې ته ځي او خلکو ته ښيي چې پخوانيو خلکو داسې ژوند کاوه. عجبه ده د انسان په فطرت کې دا ارمان ورګډ شوی دی، چې په تېر پسې ډېر ګوري. د تېر وخت ارمان کوي او له حال څخه تېښته او شکايت کوي. که يې تېر وګورې د اوس په څېر به يې نه عصري کور درلود، نه موبايل، نه موټر او نه… که بل لوري ته وکتل شي، همدې عصري شيانو راته سرخوږی جوړ کړی دی. په ځای د دې چې روحي او بدني سکون راوبښي لا يې پسې ستړي کړي او په منډه کړي يو. زما په اند شايد مونږ به د اوسنۍ ټکنالوجۍ په سمې کارونې کې پاتې راغلي يو، ځکه به په تېر پسې ارمان کوو او له حاله به په تېښته یو. زرو د تکړه ناول ليکوونکي ښاغلي نصير احمد احمدي اووم ناول دی، چې د عصري زمانې پېښې درباندې د تېرې هغې غوندې په دومره شاعرانه او ماهرانه انداز لولي، چې ته به وايې: اوهو دې ته وايي هنر چې ماضي او حال يې څومره په هنر سره غاړه غړۍ کړي دي. که چا دا ناول لوستی وي، هغه به وآيې چې ولې دا پېښې چې د ناول منځپانګه جوړوي په اوس وخت کې شونې نه دي؟ يا اوس دا پېښې نه کيږي؟ هو، ما وړاندې يادونه وکړه، چې احمدي صاحب په کابل کې اوسي، د غزني دی. زه د ناول له لوستو وروسته که له احمدي صاحب سره مخامخ شم، فکر به کوم، چې د زرو ناول کرکټر خپله احمدي صاحب و، مګر اوس په يو بل جنم کې راغلی دی او اوسني عصري کابل ښار په يوه څنډه کې اوسي. دا هم د منلو وړ دي، هغه محروميتونه چې پښتني مخلوق ورسره مخ دی، زرو ناول يې يوه بېلګه ده. زه په خپل عمر د داسې ډېرو پېښو شاهد يم، چې يوه پېغله او زلمی سره مين شوي دي د دې لپاره چې خپلې موخې ته ځانونه ورسوي، له کور او کلي تښتيدلي دي، کم يې بريالي شوي دي او ډېر يې د دې ناول د برخليک په څېر لا په غم اوښتي دي. د زرو د ناول سکالو د پښتني دودونو څرګندونه کوي؛ مګر دا چې ليکوال څنګه انځور کړي او پايله يې څنګه ورکړې ده، زه نه پوهېږم چې د پېغام له پلوه به يې د عمر په لحاظ هره طبقه څنګه و انګيږي او څه درس به ترې واخلي. شخصا ما ته د ناول د پلاټ، تلوسې، کرکټر، ټکر او….. سربېره يو مناسب او ښه پېغام مهم دی. له زرو ناوله که څوک مثبت پېغام اخلي، هغه څه چې په دې ناول کې شوي دي د هغې نه کولو يا د منفي کړنو پر ځای مثبتو کړنو ته يې هنري پېغام ویلی شو؛ خو کاش د ناول هنري مطنق او استدلال دومره قوي او قانع کوونکي انځور شوي وای، چې په اوس وخت کې د هر چا زړه ته کوزه شوې وای، چې يو کس دې له غزني څخه يوه انجلۍ چې په عادي کتو راکتو له يو چا سره دومره بلده شي او بيا کليواله هم وي، چې د هغه شمېره تر لاسه کړي، بيا زنګ ورته ووهي، بيا د مينې اظهار ورته وکړي. بيا ځوان خپل پلار ته ووايي چې راته يې وغواړه، هغه يې هڅه وکړي مګر د انجلۍ کورنۍ انکار وکړي. بيا همدا کليواله انجلۍ ځوان پر تليفون اړباسي چې له دې سره له کوره وتښتي. هلک همداسې وکړي، پېښور ته لاړ شي، بيا په پېښور کې له پوليسو سره مخامخيږي. بيا پوليس پرې شکي کيږي چې دوی سره خپل نه دي، يانې انجلۍ هلک تښتولې ده. د پېښور له کيسو څرګنديږي چې ليکوال د پېښور د خلکو له ژبې او لهجې سره نا بلده دی، دوی نيسي، له زرو د سرو زرو غاړکۍ اخلي، له هغې وروسته پوليس ورته وايي: ــــ د لاين ګاډو کې لاړ شئ، ټيکسي ډېرې روپۍ درله وړي ( درنه اخلي) بل ځای چې دوی نکاح سره تړي د جومات ملا ورته وايي: ـــ مړه خپل، پردي لرې، که اچانک (هسې) راغلي ياست. دوی داسې نه وايي. اچانک د اردو ژبې توری دی چې ناڅاپي مانا يې ده. بل دوی (ياست) نه وايي (يئ) وايي. بېرته چې دوی له پېښوره نورستان ته راستنيږي، له خپلې ترور کره ځي، هلته د کامران د ترور زوی زرو ته په نيت کې خرابيږي، غيږه ترې تاووي او بې عزتي يې کوي. زرو يې پورې وهي او ګواښ ورته کوي. زما په اند د ترور زوی او بيا داسې کار کول او هغه هم له يوې مېلمنې سره، منطقي نه راته ښکاري. بيا چې دوی غره ته ځي او له انسانانو لرې په يوه سمڅه يا غار کې اړوي. هلته ژوند پسې تېروي، بيا راځي يوه جونګړه ځانته جوړوي او د زرو تره په دې توانيږي چې هلته پسې ورشي او دوی پيدا کړي. په دوی ډزې کوي، کامران اوبو ته غورځي او زرو په غره کې په يوه ونه کې زيندۍ کوي. بيا تصادفا کامران هلته کارغان ګوري او د زرو په مړي يې سترګې يې لګيږي، دلته هم زما په اند منطق يې يو څه کمزوری دی. که د ډار په حساب وي هم وي، چې دوی په غره کې اوسي مياشتې تېروي په غارونو کې. دا کار کاش يو څه منطقي انځور شوی وای.

بله دا چې کامران د زرو له مرګه ورسته يوازې يو په وزر ګوډ توتي پيدا کوي. هغه په غار کې له ځانه سره ساتي او د زرو ټوله کيسه توتي ته کوي. دا شايد منطقي وي چې کامران له انسانو تنګ شوی دی، زړه يې ډک دی او توتي يوازينی ملګری ويني، چې د زړه غوټې ورته پرانيزي. په دې هم پوهيږي چې توتي د ده په خبرو نه پوهيږي. بس لکه ديوال ته چې څوک خبرې کوي او يا روانو اوبو ته خوبونه وايي. دا ځای ليکوال پر دې سربېره دومره هنري او ښايسته راخيستی دی، چې لوستونکي ته ارمان ورشي او ووايي، کاش د توتي پر ځای زه ورسره وای، چې کيسه مې يې اوريدلې وای، ډير ځايه اوريدونکي يا لوستونکي ته پوښتنه پيدا شي، د سړي توتي ته غوسه راشي چې ولې له کيسه کوونکي پوښتنه نه شي کولای. ځينې ځای سړی د راوي له کيسې يو څه ستړی شي، د مثال په توګه د کتاب په يوولس مخ کې د سپږو کيسه ډېره اوږده شوې ده، اته ځايه د سپږو توری په همدې مخ کې ياد شوی دی. يو ځای وايي: آه، هغه سات مې له خدايه يوه سپږه غوښته، يواځې يوه سپږه، که پاچا وای، نو هماغه وخت مې ټوله پاچاهي په يوه سپږه ورکوله….. داسې نه چې سپږه بد شی او دلته يې ذکر کول عيب و، مګر دلته يې دومره تکرار سړی زړه توری کړي. بله دا چې ما د احمدي صاحب په ټولو ناولونو کې يو شي ته پام شوی دی، چې د کرکټر په اړه هر ځای وايي: پلاني په ورو وويل. يو ناول کې ما پسې حساب کړي وو، درې سوه څو ځايه يې همداسې ليکلي دي. له هرې مکالمې سره ( په ورو يې وويل) هم مناسبه او ډيره تکراري ښکاري. پر دې هر څه سربېره زرو د يوې لېونۍ او بېباکې مينې هغه دردوونکی داستان دی، چې هر ډبره زړه لرونکی انسان به يې په لوستلو له سترګو اوښکې وبهوي. کاش د زرو په پوښ يې ليکلي وای:( د نري او کوچني زړه لرونکي خلک دې دا ناول نه لولي) حماسه د هنر روح دی، حماسه زمونږ په روح او روان کې داسې ګډه شوې ده لکه خاوره او اوبه. مونږ که له خپل هنره حماسه لرې کړو؛ هيڅ به نه وي راپاتې. زرو د حماسي داستانونو (رومانونو) يوه داسې بېلګه ده، چې په توله مانا حساب پرې کېدای شي؛ خو کاش مونږ ته يې يو څه هيلې او امېدونه هم رابښلي وای. د زرو له لوستو وروسته سړی يوازې سردري، زړه تنګي او نهیلي محسوسوي. سړی خپګان ته بيايي او له خپلې ټولنې يې زړه توری کوي. کاش يو څه امېدونه يې هم سړي ته وربښلی شوای، احمدي صاحب لوی ليکوال دی، کاش په هنري اړخ کې يې له لوستونکو سره دومره ظلم نه وای کړی، چې يوازې يې له ژړا سره پرېښي وای. کاش زرو يې د همدې هنري منطق پر بنسټ له کامران سره په خپل کلي کې له ناکامې مينې سره پرېښې وای؛ نه د نورستان په غرونو کې. دا کيسه دومره له درده ډکه ده، چې زما يې د لوستو په وخت کې په سر درد کړ. ما د احمدي صاحب نور ناولونه هم ټول لوستي دي، هلته که دردونه وو، يو څه خوندونه او هيلې هم وې. زه وايم چې يو ليکوال مو ژړولی شي، ولې مو خندوي نه؟ ولې د داسې ستونزو د مخنيوي لاره نه راته ښيي. آيا دا يې حل دی، چې زرو کامران وتښتوله. تره يې دوی وويشتل، کامران بچ شو او زرو يې مړه کړه. بېرته کامران راجګ شو، د زرو تره يې پرې مړ کړ؟ دا خو د ستونزې حل لاره نه ده. کاش احمدي صاحب د دې ناوړه دود له منځه وړلو او حل لارو باندې له بلې داسې لارې راغلې وای، داسې چې نه يې سيخ سوی وای نه کباب احمدي صاحب لا هم ځوان دی. د ښار، کلي، اطرافو او مسافرۍ د تجربو سربېره ډيره مطالعه هم لري، هيله ترې کيږي، چې پر مونږ به نورې لورينې هم کوي. نور ناولونه راباندې لوروي. ما يې چې هر اثر لوستی دی، نظر مې له دوی سره شريک کړی دی. نوموړی يو ښه اورېدونکی دی، هم د نورو مشوره مني او هم نورو ته ګټورې مشورې ورکوي. يو شی زما له ياده وتی و. که دا ناول په همدې سکالو بل چا ليکلی وای، شايد دومره خوند يې نه وای ترې اخيستی. د احمدي صاحب په ناولونو کې تر ټولو مهمه کيسه دا ده چې هره صحنه يې ژوندی انځور لري، دومره هنري او انځوريزې صحنې لري، ته وا لوستونکی يې په خپلو سترګو ګوري. ما دا کمال د ډېرو کمو خلکو په ليکنو او داستانونو ليدلی دی. خدای پاک دې احمدي صاحب نور هم د خير عمر او توان ورکړي، چې لا ښکلي او ډېر ناولونه او کيسې پر مونږ ولوروي. آمين


آدب او کلتور

تبصره وکړئ

avatar