سارا د ورون سره په فلم کي ګډ کار کوی

سارا د ورون سره په فلم کي ګډ کار کوی

د هندي سېنما تازه دمي او نوموتي سېنمايي ستورې سارا علی خان د یوې تازه پرېکړې له مخي زړه ښه کړی چي د دې سېنما له مشهور ممثل ورون دهون سره په یوه نوی فلم کي کار وکړی.

هندي رسنۍ زیاتوی، سارا علی خان چي په باليووډ سېنما کي دومره سابقه نه ‌لری، خو په لږ وخت کي  یې ډېر شهرت پیدا کړی، غواړی له ورون دهون سره د (قلی نمبر ون) فلم په تازه برخه کي یو ځای کار وکړی.

په فلمونو کي د نوموړي کار کول تر ډېره د ځوانو اداکارانو سره وی، یاده ستورې په لومړیو دوو فلمونو کي د سوشانت سنګ او رنویر سنګ سره کار وکړ او له دواړو سره دغه لومړۍ ازموینه په بریالیتوب وکړه.

د دې تر څنګ سارا علی خان په یوه بل فلم کي د خپلي خوښي لوبغاړی کارتک ارین سره «لو اجکل ټو» فلم کي د مرکزی لوبغاړې رول هم لوبوی.

سارا علی خان د بالیووډ د مشهور ستورې سیف علی خان لور ده او تازه یې فلمونو ته مخه کړي ده او په خپل دې تازه شروع کړي مسلک دي تر دې دمه ډېره ښه روانه ده.

 



تبصره وکړئ

avatar