عمران خان څه غواړي؟

عمران خان څه غواړي؟

پاکستان په افغانستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په ناورین او جګړه کې په یو ډول نه یو ډول ښکېل دی او د هېواد ډېره برخه کړکېچونه، جګړې، نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه کمزوري د افغانانو پروړاندې د اسلام‌اباد د ناسمې تګلارې، نیت او تګلارې له کبله دي چې پر مهال یې نه یوازې په لکونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی یا هم معلول شوي، بلکې تل د پردیو جګړو مرکز ګرځېدلی او خپل هر څه یې په‌کې بایللي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت غوښتنه کړې. هغه چې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود سیمه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د ولسمشري ټاکنو د کولو او د سولې تامین لپاره د یوه بې پلوه لنډمهالي حکومت جوړېدل غوره دي.

خو ولسمشري ماڼۍ د عمران خان څرګندونې نه یوازې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې، بلکې دا یې پر نړیوالو قوانینو هم تېری ګڼلی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارف ویلي، له دې پرته چې په افغانستان کې څوک په واک کې واوسي، اسلام‌اباد په هېواد کې د یوه ځواکمن، فعال او اغېزمن دولت د موجودیت مخالف دی او پر وړاندې یې له هر راز خنډونو جوړولو درېغ نه کوي.

اسلام‌اباد تل هڅه کړې چې افغانستان په سیمه کې د یوه کمزوري او له جګړې او کړکېچ سره مل هېواد په توګه پاتې شي او دوی خپل ټول تمرکز د خپل هېواد پر سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا وکړي.

د پاکستان استخبارات او پوځ په افغانستان کې د تېرو جګړو تر څنګ، په روانه هغې کې چې له یوې نیمې لسیزې مخکې پیل شوې، لا هم دوام لري او هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي.

دوی پر وسله‌والو طالبانو بشپړ نفوذ لري، مشرانو ته یې د خپل هېواد په مهمو ښارونو کې ځایونه ورکړي، ترهګرو ته یې خوندي پټن‌ځایونه ورکړي او د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تر څنګ، یې نظامي ملاتړ هم کوي او په وار وار له افغان ځواکونو او افغانانو سره د جګړې په ډګر کې وژل شوي، ټپیان شوي یا هم نیول شوي دي.

اوس چې د افغان سولې لپاره د افغان حکومت او امریکا له لوري هڅې پیل شوي او تراوسه د ځینو پرمختګونو او لاسته‌راوړنو تر څنګ، له یو شمېر شکونو او ننګونو سره هم مخ شوې دي.

د نورو موضوعاتو تر څنګ، د لنډمهالي حکومت جوړول هم هغه غوښتنه او اندېښنه ده چې د یو شمېر افغان سیاستوالو په ګډون اسلام‌اباد یې لپاره لستوڼي اچوي، خو د حکومت په ګډون ډېره برخه افغانان یې بیا مخالفت کوي او د یاد حکومت جوړول په افغانستان کې د یوه بل ناورین پیل بولي.

خو پاکستان له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې افغانستان د تېر په څېر له یوه داسې کړکېچ سره مخ شي چې د ولسواک نظام تر څنګ یې، ملي تاسیسات او پوځ له منځه لاړ شي، د تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه یې په اوبو لاهو شي او بیا کلونه کلونه له اسلام‌اباد سره نه یوازې حساب و نه‌کړي، بلکې د تېر په څېر په هر ډګر کې ورته اړ پاتې شي او دوی یې له کمزوریو او مجبوریتونو نه د ځان په ګټه کار واخلي.

همدا لامل دی، د دې پر ځای چې د افغانستان د کړکېچ د حل په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي، دا دویم ځل دی چې پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت نغاره غږوي او په ډېرې سپین‌ سترګې د افغانانو په چارو کې لاسوهنه کوي.

خو افغانان اوس هاغه پخواني نه ‌دې پاتې، د خپل هېواد او راتلونکي سرنوشت څرنګوالي ته په پوره دقت ځیر دي او هيچا ته به اجازه ور نه ‌کړي چې په چارو کې لاسوهنه وکړي او افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدل او دوی پکې خپلو موخو ته ورسېږي.

سرخط ورځپاڼه


ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar