غاښونه؛د لوبو پر مهال د غاښو ساتنه!

غاښونه؛د لوبو پر مهال د غاښو ساتنه!

زیاتره وختونه د لوبو په جریان کي زموږ غاښو ته تاوان رسېږي. موږ ته په کار ده په هر ډول لوبه کي د خپلو غاښو ساتنه وکړو، لکه: باسکیټ بال، فوټبال، هاکي کریکټ او داسي نوري لوبي.

د لوبو کولو پر مهال موږ باید د خپلې خولې حفاظت او ساتنه وکړو. موږ ته په کار ده چي د غاښو ډاکټر ته ولاړ سو، تر څو د خولې او غاښو له پاره ځانګړی پوښ راجوړ کړي. دغه پوښ باید د لوبي کولو پر مهال په خوله واغوندو. تاسي پوهېږئ ځیني کوچنیان د لوبي پر مهال په خپل خولې پوښ اغوندي. د دغو کوچنیانو غاښونه همېشه د لوبو پر مهال خوندي وي.

که زموږ غاښ ووزي، څه باید وکړو؟

که چېري زموږ غاښ ووزي، باید ژر تر ژره د غاښو ډاکټر ته مراجعه وکړو. د غاښو ډاکټر زموږ غاښونه ګوري. که د خولې کوم ځای خراب سوی وي، نو د غاښو ډاکټر درمل راکوي.

د ځینو کوچنیانو غاښونه په خپله وزي. دغو غاښونو ته د شیدو غاښونه وايي. کله چي د شیدو غاښونه ووزي، وروسته دویمي غاښونه راشنه کېږي. دغه غاښونه تر ډېره وخته پاته کېږي.

که چېري زموږ دویمي غاښونه ووزي، نو موږ باید لاندي کارونه وکړو:

۱- وتلی غاښ باید پیدا کړو.

۲- غاښ باید تر پورته برخي ونیسو او خپل خولې ته ئې پورته کړو. وروسته ئې باید بیرته پر خپل ځای کښېږدو.

۳- وروسته باید غاښ په ژبه یا شونډانو ټینګ ونیسو او یا ئې د المونیم په یوه نازکه ورقه ټینګ کړو.

۴- که چېري غاښ ککړ و، باید ژر ئې په شیدو پرېولو او بیرته ئې په خپل ځای کي کښېږدو. باید په یاد ولرئ چي هیڅ کله وتلی غاښ په اوبو مه پرېولئ.

۶- که چېري کوم کوچني په خپله غاښ نه سو ايښوولای، باید په شیدو کي ئې کښېږدي او تر ډاکټره ئې ورسوئ. څومره ژر چي ډاکټر ته خپل غاښ ورسوی، هومره ژر به ستاسي غاښ جوړ سي.

که چېري زموږ وتلی غاښ سست سي، څه باید وکړو؟

۱- بیرته ئې باید په خپل ځای کي ټېله کړو.

۲- موږ باید سست غاښ په ژبه او شونډانو پر خپل ځای د یو څه وخت له پاره ونیسو.

۳- که چېري موږ په لوبو بوخت وو، باید لوبه پرېږدو او د خپل غاښ درملنه وکړو.

ډاکټر کیم وايي:

کله ناکله د انسان غاښ ووزي او ورک سي. له دې امله زموږ په خوله کي د هغه غاښ ځای خالي پاته سي. که چېري دویمي غاښ وي، نو د دغه خالي ځای ډکېدل یوازي ډاکټران کولای سي. که چېري د شیدو غاښ وي، نو هیڅ فکر مه کوئ. خپل په څېر نورو کوچنیانو ته وګورئ، تاسي به ووینئ چي د ډېرو غاښونه وتلي دي. د شیدو تر غاښو وروسته نور غاښونه هم راځي. دغه غاښونه هغه خالي ځای ډکوي.

هر کوچنی باید په ورځ کي دوه ځلي خپل غاښونه برش یا مسواک کړي. لومړی کله چي د سهار ناشتا وکړي او دویم کله چي بیدېږي. که چېري څوک په دغو وختونو کي غاښونه پاک نه کړي، نو پر غاښو ئې د خوراک کوچنۍ ټوټې پاته کېږي. پر دغو ټوټو مېکروبونه راټولېږي او غاښونه خرابوي.


لوبي

تبصره وکړئ

avatar