د بالیووډ د فلمي ستورې کټرینا کیف ګیله!

د بالیووډ د فلمي ستورې کټرینا کیف ګیله!

د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې کټرینا کیف په هغه څه له نارینه لوبغاړو او د فلم له تولیدونکو څخه ګیله منده. هغې ویلي دي چي د ښځينه مرکزي رول لوبونکو په فلمونو هغومره مصرف نه کيږي، څومره چي د نارینه مرکزي رول لوبونکو په فلمونو کیږي. هغه وايي همدا لامل دي، چي هغه فلمونه خاص عاید نه تر لاسه کوي، چي مرکزي رول يې ښځینه اداکاره کوي.

د اې ټایمز د راپور په اساس یادي ښکلې ستورې ویلي دي، چي په هغو فلمونو کي چي ښځینه سېنمايي ستورو مرکزي رول لوبولی وي، عاید يې تر هغو فلمونو دېر کم وي، چي نارینه ستوری په کي رول لوبوي. هغه د فلم تولیدونکو او نارینه لوبغاړو څخه ګیله منه ده او وايې چي پر دواړو فلمونو یو ډول مصرف نه کوي.

په راپور کي راغلي دي، چي یادي ښکلې ستورې نیوکي داسي مهال کړي، چي تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو ښځینه فلمي ستورو په فلمي صنعت کي د ښځینه او نارینه د مساواتو پر نه عملي کیدو سختي نیوکي کړي وي. همداراز کټرینا کیف ویلي دي، چي نارینه فکر کوي، په کومو فلمونو کي چي هغوي مرکزي رول لوبولی، نو عاید یې زیات دی، هغه وايي، د نرانو او ښځو ترمنځ په ورکړه کي توپير دی.

کټرینا کیف ګیله منده ده، چي ولي پر ښځینه مرکزي فلمونو هغومره مصرف نه کوي څومره چي پر نارینه مرکزي فلمونه کیږي.

پاته دي نه وي، چي یادي ستورې د فلم له تولیدونکو او نارینه اداکارانو غوښتنه کړی ده، چي له دې وروسته باید پر ښځینه مرکزي رول لوبونکو فلمونو هغومره مصرف وسي، څومره چي د نارینه مرکزي رول لوبونکو پر فلمونو کیږي. هغه وايې دې سره به د ښځينه مرکزي رول لوبونکو فلمونو عاید هم زیات سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t