فيل جالبه وری ساتلی!

فيل جالبه وری ساتلی!

یوه برتانوی بزګر په دې باور دی چي وری ئې د نړۍ تر ټولو غټ وری دی. د دغه وري نوم ټایسن دی او د یک شنبې په ورځ د انګلېنډ په برانسیپیت نومې سیمه کي زېږېدلی دی. ټایسن ۲۸ پونډه وزن لري چي د یوه کلن کوچني له وزن سره برابر دی.

د هفینګ پوسټ ویب پاڼي د راپور له مخي، د یوه متوسط وري وزن باید اووه پونډه وي، خو ټایسن وزن تر دغسي وریانو تقریباً ۵ ځلي زیات دی.

نېل فیل وايي: “په ژوند کي مي لومړی ځل دی چي دومره غټ وری وینم، په داسي حال کي چي خپل ټول ژوند مي په کښت او مالدارۍ کي تېر سوی دی.”

فیل وايي، وری چي څومره غټ دی، هومره ډېر خوراک هم کوي. د نوموړي په وینا، وری ئې یو خالص نسل دی.

جالبه خو دا ده، بزګر وايي که ئې کوم قصاب غوښتنه ځني وکړي، نو دی ئې پر خرڅوي، ځکه چي وری ئې زیاته غوښه لري او یوازي د قصاب له پاره ګټور دی.


هر اړخيز او معلوماتي

Leave a Reply

avatar
  Subscribe  
Notify of