له مخابراتي سکتور څخه ناراضۍ؛ ولسمشر د معلوماتي ټیکنالوژۍ عالي شورا جوړوي

له مخابراتي سکتور څخه ناراضۍ؛ ولسمشر د معلوماتي ټیکنالوژۍ عالي شورا جوړوي

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د ولسمشر په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د عالي شورا د رامنځته کیدو خبر ورکوي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا شورا به زر خپله لومړۍ غونډه وکړي.

د سرچینې له مخې ولسمشر د دغې شورا د جوړیدو طرحه منظوره کړې ده.

د شورا د جوړیدو هدف د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې هر اړخیز او دقیق کار او د چارو سمه څارنه ښودل شوې.

د ولسمشر کرزي په حکومت کې هم دغه شورا جوړه شوې وه، چې د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ یې فعالیت کاوه.

د شورا د بیا جوړیدو خبره په داسې وخت کیږي، چې له مخابراتي سکتور څخه ورځ تربلې شکایتونه زیاتیږي او خلک یې پر خدماتو نیوکې کوی.



تبصره وکړئ

avatar