له مخالفتونو وراخوا ؛د ننګرهار دیني عالمانو د سولې جرګې ملاتړ وکړ

له مخالفتونو وراخوا ؛د ننګرهار دیني عالمانو د سولې جرګې ملاتړ وکړ

د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو هېواد کې د سولې لپاره له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې ملاتړ وکړ؛ خو پر حکومت يې غږ وکړ، چې دغې جرګې ته هغه اشخاص دعوت کړي چې د هيواد ګټو ته ژمن وي.
دوی دغه راز طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پيل لپاره له دواړو لوريو د نړيوال تضمين اخېستو او اوربند په رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، مشورتي لويه جرګه کې بايد هغه اشخاص ګډون وکړي چې د ولايتونونو استازي وي، د ولس له حاله خبر وي او ملي ګټو ته ژمن وي.
نوموړی وايي، د ننګرهار ديني عالمان د سولې له مشورتي لويې جرګې ملاتړ کوي او دا جرګه سولې ته د زمينې برابرولو لپاره ګټوره ګڼي.
دغه راز يو بل ديني عالم مولوي عبدالغفار طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره پر ځينو شرطونو ټينګار وکړ.
ده وويل، تر هغه وخته چې له حکومت او طالبانو نړيوال تضمين نه وي اخېستل شوی او اوربند نه وي شوی د مذاکراتو پيل به نه ګټه وکړي او نه هم اصولي کار دی.
ديني عالم مولوي ژيړګل بيا وويل نه يوازې د سولې مشورتي جرګه؛ بلکې د سولې په تړاو چې هره هڅه کېږي نه يوازې ديني عالمان بلکې ټول افغانان يې ملاتړي دي.
خو دی هم ټينګار پر دې کوي چې د سولې مشورتي لويه جرګه بايد د هېواد د ګټو او رښتينې سولې ته د زمينې برابرولو په موخه ترسره شي.

له سولې جرګې څخه دا ملاتړ په داسې حال کې شوی، چې یو شمېر ولسمشریزو نوماندانو او سیاسي ډ‌لو یاده جرګه تحریم کړې او  ویلي، چې ولسمشر غني په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له دغې جرګې څخه پخپله ګټه کار اخیستل غواړي.


تبصره وکړئ

avatar