له کندهاره د سولې غږ؛ سبا یې په پلوۍ لوی لاریون کیږي

له کندهاره د سولې غږ؛ سبا یې په پلوۍ لوی لاریون کیږي

په کندهار کې د سولې شورا د ولایتي دفتر مسولین د سولې په پلوۍ د پراخ لاریون د چمتووالي خبر ورکوي.

د دغې شورا مشر شېرمحمد حقيار په یوه  خبری ناسته کې وویل، چې کندهار د هېواد برخلیک ټاکونکی ولایت دی او دوی ترې د سولې غږ پورته کوي.

نوموړي وویل: د پنجنشبې ورځې لاریون بې طرفه او په دې موخه جوړیږي، چې پر ټولو سیاسي لوریو د سولې لپاره د همکارۍ غږ وکړي.

نن هم په یو شمېر ولایتونو کې خلکو د سولې په پلوۍ لاریونونه کړي او له حکومت او وسله والو طالبانو یې د وروستیو جنګي عملیاتو د ودرولو غوښتنه کړې.



تبصره وکړئ

avatar