لوړو زده کړو وزارت: په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۷۶ پروګرامونه رامنځته شوي

لوړو زده کړو وزارت: په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۷۶ پروګرامونه رامنځته شوي

د لوړو زده کړو وزیر، چې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې یې د خپلې ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د لاسته راوړنو راپور وړاندې کاوه، وویل: د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیاکتنې په ملي پروګرام کې د ۱۶۵ تحصیلي څانګو له ډلې د ۲۰ څانګو بیاکتنه تر سره شوې او د نصاب جوړونې په برخه کې ۷۰ تنو استادانو په مالیزیا کې مسلکي زده کړې کړې دي.
د لوړو زده کړ وزیر، ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه: د لوړو زده کړو د قانون په تعدیلولو سره د پوهیالي رتبې لرونکو ۲۴۰۰ استادانو ستونزه هواره شوې، د ۱۵ تقنیني اسنادو تعدیل او بیاکتنه تر سره شوې او د زده کړو لومړني آنلاین سیستم خپل فعالیت پیل کړی دی.
هغه په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۴۳ او دوکتورا د ۳ او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۳۳ پروګرامونو رامنځته کول او بهر ته د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د ۷۰۰ تنه استادانو او کارکوونکو لېږل؛ په ۱۳۹۷ مالي کال د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې وبللې.
لوړو زده کړو وزارت د نویو سیستمونو په رامنځته کولو سره د بورسیو د وېش او آزموینې په بهیر کې بشپړ شفافیت رامنځته کړی، د بورسیو آزموینه یې آنلاین کړې، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د کانکور غوره زده کوونکو ته یې د چین بورسیې ورکړي او ۱۵۵۱ تنه یې د تحصیلي بورسیو له لارې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د نړۍ ۴۱ هېوادونو ته لېږلي دي.
د لوړو زده کړو وزیر وویل: په دغه وزارت کې د ښې حکومتولۍ د شاخصونو د تطبیق په موخه؛ د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د اعتبار ورکولو او د کیفیت د تضمین تطبیقول، د تدارکاتو له ملي ادارې څخه د تدارکاتي وړتیا ترلاسه کول، ۸ پوهنتونونو ته د مالي خپلواکۍ د صلاحیت ورکول او د ۹۲ سلنې پراختیایي بودجې لګول؛ په ۱۳۹۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت نورې لاسته راوړنې دي.
دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې ۴۸ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د اعتبار ورکولو په بېلابېلو پړانونو کې شامل شوي چې د هغو له ډلې ۵ دولتي اوخصوصي تحصیلي بنسټونو ته اعتبار ورکړل شوی، د ۱۷۵ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو په اړه هر اړخیزه څېړنه شوې، په مرکز او ولایتونو کې د طبي لوړو زده کړو د ۴۵ موسسو د ارزونې بهیر بشپړ شوی او۱۶ خصوصي تحصیلي بنسټونو ته ۱۸۸۲۱ قطعې ډېپلومونه وېشل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت به په ۱۳۹۸ کال کې پوره هڅه وکړي چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اکاډمیکې ټولنې ته اساسي خدمتونه وړاندې او په مختلفو برخو کې د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.



تبصره وکړئ

avatar