افغانستان ژغورل غواړي!

افغانستان ژغورل غواړي!

ف، فایض

افغانستان ډېر ځله د بهرنیو تاړاوکونو تر برید لاندې راغلی چې تاریخ بیا دا تاړاکونه د مقدوني سکندر له تاړاکه پیلوي چې لړۍ یې تر دا ننه را رسېږي. له نولسمې پېړۍ نه تر اوسه افغانستان درې ځلي د انګرېزانو له تاړاک سره مخ شو چې د هغوی تر څنګ فارس هم وخت پر وخت لاسونه را غځول چې د هغوی دا تجاوز هم پخوانۍ رېښې هم درلودې، لکه چې د صفوي تجاوز ښکرونه هم دلته مات شول، همدا رنګه د روسانو تجاوز او همد اوس زموږ د یو شمېر ګاونډیانو او سیمه ییزو قوتونو رنګا رنګ مداخلې؛ خو تر ټولو لوی تاړاک د امریکا او ناټو دی چې مختلف اړخونه لری. زموږ ټول پام امنیتي برخې ته اوښتی دی او دا ځکه چې هره ورځ زموږ د لسګونو شا ځلمیو، کوچنیانو، سپین ږیرو، نارینه او ښځینه وو جنازې زموږ پر اوږو تر هدیرو رسول کېږي. په پیل کې خو پلمه «تروریزم» و؛ خو حقیقت دا دی چې امریکا فقط د دې وسلې په وسیله ځان افغانستان ته را ورساوه او که نه دې مسألې یوه سلنه هم حقیقت نه درلود. که چېرې سړی د هغو پېښو چې ان لا د شلمې پېړۍ له وروستۍ لسیزې نه زموږ په سیمه کې پیل شوې، رېښې را وسپړي په دې ټولو کې امریکا دخیله وه. د پاکستان مشهور حقوقپوه او لیکوال اس، ام ظفر په خپل مشهور کتاب «ډکټېټر کون؟» یعنې دکتاتور څوک دی کې دکتاتور ډېر ښه معرفي کړی او د هغه خصوصیات یې بیان کړي دي. هغه کاږي چې دکتاتوري یو خو په حقیقت کې د خدایي دعوه ده؛ ځکه د خدای خبره پرته له دې چې څوک یې په مقابل کې د څه استدلال حق ولري باید سملاسي و منل شي؛ ځکه هغه د خالق او مالک دی او هېڅوک یې پر وړاندې د استدلال حق نه لري؛ او تر هغه ور اخوا نور ټول مخلوق دی او مخلوق د خالق د حکم پر وړاندې د سرغړاوي هېڅ ډول حق نه لري او دکتاتور هم غواړي چې باید څوک یې د حکم پر وړاندې سرغړونه و نه کړي، بل دا چې دکتاتور معمولاً احمق وي؛ نو دا چې صدام حسین په ریښتینې معنا یو دکتاتور و؛ نو د حماقت عنصر ورسره تړلی و، د امریکا استخباراتو د هغه ارواپوهنه په دقیقه توګه مطالعه کړه او خپله یوه حسینه جاسوسه یې عراق ته د سفیرې په توګه واستوله چې صدام د خپل ناز و کرشمو په جال کې را ګیر کړي، هغه پر دې بریالۍ شوه او په نتیجه کې یې صدام دې ته وهڅاوه چې پر کویټ یرغل وکړي. دې کار امریکا ته دا پلمه په لاس ورکړه چې د صدام له منګولو د کویټ د نجات په نامه خپلې قواوې، فارس خلیج ته را واستوي او په همدغه ګیرودار کې یې سعودي واکمن هم پر دې وویراوه چې عراق پر سعودي حمله کوي؛  نو یې خپل پوځونه را وستل او په سعودي کې یې ځای پر ځای کړل. کوم جهادي حرکتونه چې امریکا دا ټول ترهګري وبلل په حقیقت کې د امریکا د حضور پر خلاف را پورته شول او تر ننه پورې روان دي او بیا به هم دوام لري. امریکا په نامستقیمه توګه غواړي چې دا حرکتونه همداسې روان وي چې په سیمه کې د امریکا حضور ته مشروعیت ور وبخښي.

دا دی په افغانستان کې د حکومت او وسله والو مخالفینو په نامه جګړه روانه ده. د دې جګړې خس و خاشاک افغان مظلوم ولس دی؛ کور هم د افغانانو ورانېږي، وژل کېږي هم افغانان، زندانونو ته هم افغانان اچول کېږي؛ خو اهداف په کې د امریکا ترسره کېږي. زه خو فکر کوم چې هم افغان حکومت او هم وسله وال مخالفین یو هم یا په اصل قضیه پوه نه دي او یا یې په شعوري یا غیر شعوري توګه له امریکا سره د جوال خوله نیولې ده. تاسې وګورﺉ! امریکا څومره تکتیکي حرکتونه کوي، یو شمېر له حقایقو ناخبره افراد او ډلې دا لاپې کوي چې امریکا په افغانستان کې ماته شوه او یو شمېر نوروایي چې نه دا خبره مه کوﺉ که امریکا ماته وي او له افغانستانه ولاړه شي نو موږ به بیا د چا د لارۍ په پټې پورې ځانونه نښلوو. متأسفانه زموږ عام ولس د دې او نورو پېښو په علة العلل نه پوهېږي ځکه خو یې کله هم له ځانه و نه پوښتل چې زموږ په هېواد کې دا روان حالات چا روان کړي؟ او د څه له پاره یې روان کړي؟ او هغه یو لږ شمېر چې پوهېږي چا د امریکا لکۍ را ټینګه کړې، چا د چا ، او چا چا، زموږ چارواکي او زورواکي ټول په دې رنځ اخته دي موږ داسې کسان ډېر لږ لرو چې ووایي: «زه دې وچ هډوکي شپېلم؛ خو ملت مې دې سلطان وي». زه خو وایم چې له ډېرو لږو کسانو ور اخوا دا په روانو اختلافاتو کې ښکېل کسان یو هم د اسلام له غمه مړ نه دی، نه د هېواد او نه د ولس، دا فقط شعارونه دي چې غواړي ځانته یوه اجندا پیدا کړي، ځانته یو عنوان پيدا کړي، او که نه دا ټول د خپلې خېټې له غمه مړه دي.

که چېرې دوی ټول په ریښتیا هم د اسلام، هېواد او هېوادوالو له غمه مړه وي؛ نو په هېواد کې د دې روانې بدبختۍ پر علة العلل ولې فکر نه کوي او د هغې د له منځه وړلو له پاره ولې یوه خوله کېږي نه؟ ولې یو ګډ تصمیم نه نیسي؟ که حکومت دی، وایي چې یواځې زه دې دلته حکومت کوم بل څوک باید راسره شریک نه وي، که وسله وال مخالفین دي هغوی هم بیا پخپلو کې هم یوه اجندا نه لري هر یو وایي چې زه دې د کابل په ارګ کښېنم او پر افغانستان دې واک چلوم. په حقیقت کې له یوه سره د هېواد د ژغورنې فکر نشته، تاسې وګورﺉ په ۶/۷/۹۸ نېټه د ولسمشرۍ انتخابات وشول؛ خو تر اوسه یې هغه ابتدایي نتیجه هم اعلان نه شول بس غونډې دي، کنفرانسونه دي، اخطارونه دي، لاپې دي، ادعا ګانې دي، خو که ریښتیا مې پوښتئ اوس هم د دې ټولو مسایلو د حل کیلي د امریکا له سفارت سره ده؛ نه ولسمشر واک لري، نه اجرائيه رییس، نه وزیر او نه بل څوک، بس هر څوک غواړي چې ځان د هغه سفارت تر دروازې پورې ورسوي او د خپلې وفادارۍ اظهار وکړی. تاسې وګورﺉ د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو له پاره د کمپاین پر مهال بلا استثنا ټولو نوماندانو هر یوه پخپل وار وویل چې که زه انتخابات وګټم؛ نو له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیکوم، چې په حقیقت کې دا د وفادارۍ اظهار و او هر یوه دا ګڼله چې که امریکا مې مخالفه وي، زه ارګ ته لار نه شم موندلای او همداسې هم وشول. دا اوس هم همغه خبره ده خیر دی لږ انتظار وکړﺉ چې دا د بخت هما پر چا سوری کوي چې د اقتدار تخت ته ورسږي.

په هر حال زما خبره د افغانستان پر نجات ده. زه وایم که د ټولو لوریو هدف د افغانستان نجات وي نه خپلې شخصي، ډله ییزې او … ګټې؛ نو ټول ولې دې خبرې ته یوه خوله کېږي نه چې امریکا ته ووایي چې مننه، تر دا اوسه دې چې را سره څه وکړل کفایت کوي، نور ښه دا ده چې دا عاصي ولس پرېږدې او همدا دوزخ چې په کوم اور کې وسوځید به؛ ځکه امریکا ته خو زموږ د نجات په پلمه راغلې او وروسته دې پر بل شوي اور نور هم تېل وپاشل؛ نو تر کومه چې ته دلته حضور ولرې دا اور به همداسې بل وي. پر دې خبره باید پوه شو، تر کومه چې امریکا په افغانستان کې نظامي حضور ولري، د چم ګاونډ او سیمې ټول هېوادونه د خطر احساس کوي او هغوی هم غواړي امریکا ته مزاحمتونه خلق کړي؛ نو جنګ خو هسې هم د افغان په کور بل دی او هر اړخیز زیان یې ټول افغانانو ته متوجه دی؛ نو که دغسې له ځانه یوه وړیا دفاع هم نه کوو؛ نو څه به کوو. حقایق د لمر په څېر ښکاره دي او هر څوک پرې پوهېږي چې غوا توره ده او پۍ یې سپینې. زه باور لرم چې که افغانان پخپله سره یوه خوله نه شي او د خپل هېواد د ژغورنې په فکر کې نه شي، نور زموږ هېواد نه ژغوري، نه ژغوري، نه ژغوري. باید ټول سیاسي قوتونه یوه خوله شي او د هېواد د نجات له پاره یو غږ بدرګه کړي.




t