جمهوریت !

جمهوریت !

جمهوریت یوازی په ټاکنو نه تکمیلیږي بلکی دا یو سیاسي سیستم دی چې دری پارادسکه لري:

لمړی – اصول:

جهوریت کې باید هغه ټول منل شوي قواعد باید په پام کې ونیول شي چې د فردي آزادي او بشري حقونو ضمانت کوي لکه د فکر آزادي، د بیان آزادي او اجتماعاتو آزادي.

دویم – د یموکراتیک موسسات یا بنسټونه:

د ملي ارادی د تمثیل لپاره دا یوازی ډګر دی چې په بی پری توګه د وګړو غوښتنو ته ځواب وایي او د سیاسي مشارکت یا ګډون مناسب بسترونه دي لکه پارلمان شورا ګانی او…

دریم – جمهوري کرکتر:

پدی برخه کې د واکمن زغم او د واکمن له لوری د خلکو نظریاتو د درناوي بحث شامل دی ځکه د سپیڅلي سیاست او عوامفریبی د پولو جلا کول له همدی ځایه پیلیږي.

تاریخ دا په کراتو ثابته کړی د نړۍ نامتو دیکتاتوران هم د ټاکنو له لاری واک ته رسیدلي خو وروسته یې خپل شخصیت د مقدساتو برخه ګرځولی چې له نیوکو مصونه وي.

هر ولسواکه حکومت چې جمهوري اصول، دیموکراتیک بنسټونه او زغم لرونکی مشر ونلري په حقیقت کې تر دیکتاتوری به سل ځلی خطرناکه حکومت وي، ځکه هغه دیکتاتوران چې په زوره واک ته رسیږي هغوی هرڅه ډاګیزه بیانوي خو هغه دیکتاتوران چې د جمهوریت تر شعار لاندی واک ترلاسه کوي هغوي د عوام فریبی پراخه اجندا لري.

د ……… افغانستان په لور

اکبر شیر




t