د کویټې د برید تر شا پټ راز / سید عبدالله پاچا

د کویټې د برید تر شا پټ راز / سید عبدالله پاچا

دوه ورځې وړاندې د کویټې ښار اسحاق سیمه کې په یو جومات کې چاودنه وشوه چې په ښکاره مسوولیت یې داعش منلی، خو د دې برید تر شا د پاکستان د ای ایس ای لوی پلان پروت دی.
پاکستان چې داعش ډله یې د طالبانو پرضد راپورته کړه چې طالبان پرې وګواښي، مستقیم بریدونه یې پرې وکړل او دا دی اوس د داعش تر نامه لاندې د پاکستان استخبارات کار کوي.
هسې هم ټولو ته مالومه ده چې په افغانستان او سیمه کې ترهګرې ټولې ډلې د اسلام او ملا تر نامه لاندې د پاکستان د ای ایس ای مامورین دي، خو د داعش ترنامه لاندې لکه د کویټې برید ډیر د خطر زنګونه لري.
یو دا چې پاکستان وښودله چې که طالبان د سولې خبرو کې د دوی د غوښتنو خلاف لاړ شي، نو کویټه کې ټول مشران او مرکزونه به یې په نښه کیږي.
بله دا چې پاکستان د سولې خبرو کې ویره لري چې هغه ټول فرمایشونه چې پاکستان طالبانو ته ورکړي، ټول و نه منل شي، نو طالبانو ته دا چاودنه د خطر زنګ و چې که هر ډول وي، سوله کې دې د پاکستان غوښتنې ومنل شي او که نه وي، نو جګړه به دوام کوي او یواځې د طالبانو څو مشران به دې پروسې سره یوځای کیږي.
بل هدف له دې برید دا و چې که طالبان ځان خپلواک وښيي او د پاکستان ګټو ته پام و نه کړي، نو پاکستان هیڅ طالب مشر خوندي نه دی، او نه به اجازه ورکړي چې افغانستان یا کوم بل هېواد ته د طالبانو مشران لاړ شي.
د برید بل هدف دا کیدلی شي چې د پاکستان استخبارات غواړي په یو غشي دوه ښکاره وکړي، له دې برید سره به امریکا نورې نړۍ ته وښيي چې پاکستان هم ترهګرۍ قربانی دی او د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.
ځینې نورې پټ اهداف هم لري، خو د طالبانو او افغانانو لپاره یې هدف واضح دی، که د قطر خبرې بریالی کیږي، طالبان مجبور دي چې یا د پاکستان غوښتنې په میز کیږدي او یا بیخي سوله و نه کړي.
همدا لامل دی چې خلیلزاد هر ځل د قطر له بحثونو وروسته پاکستان ته سفر کوي او هڅه یې دا ده چې هغه غوښتنې له لیست وغورځوي چې پاکستان یې له طالبانو لري، خو د منلو نه دي.
پاکستان چې کلونه یې د طالبانو په ګډون ترهګرې ډلې وپاللې او تمویل یې کړې، د همدې ورځې لپاره یې کړي چې څنګه کیدلی شي خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، هغه اهداف چې افغانان یې په هیڅ قیمت ورسره نه مني او ان تیار دي چې داسې سولې پرې ځای جګړه دوام پيدا کړي.
پاکستان به هیڅکله خپلې ملیشې یانې طالبان ازاد پرینږدي چې خپلواکې پریکړې وکړي، له همدې کبله د سولې خبرې ټکنۍ روانې دي.
هو؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بحثونه وروستي شوي، خو دا چې افغان حکومت د دې خبرو لپاره اوربند او بین الافغاني خبرې شرط ایښی نو طالبان مجبور دي چې دا خبره ومني، او که یې و نه منی، امریکا هوکړه نه لاسلیک کوي.
طالبان اوس د ډانګ او پړانګ ترمنځ دي، له یوې خوا له پاکستان مجبوریت لري او له بلې خوا له امریکا او افغان حکومت، خو په ټوله کې د افغانانو غوښتنه دا ده چې اوربند دې وشي او طالبانو دې د اوسني نظام برخه شي، هغه غوښتنه چې پاکستان یې نه غواړي او د یو موقت حکومت او یا امارات طرحه یې طالبانو ته ورکړې ده.




t