سیاست سره زموږ ډیره اړیکه؛ درې خبرې

سیاست سره زموږ ډیره اړیکه؛ درې خبرې

که پام مو کړی وي، دلته زما په شمول اکثر ملګري د موضوعاتو په برخه کې یو رو او یوه لاره نه لري، اکثر کسان چې له هرې برخې سره تړاو ولري، سیاست ته ډېر ځي. څو خبرې دي:

لومړۍ خو دا چې دلته که هر څوک په سیاست کې ګوتې وهي(لیکل کوي، تحلیلونه یا نظرونه خپروي) دا ټول ذوقا دې خوا ته نه دي تللي، بلکې د هېواد او ټولنې حالات دغسې دي، چې انسان څه ویلو ته مجبوروي؛ یعنې هر چا چې سیاسي پوسټونه کول، ټول یې په خوښه نه دي لګیا، بلکې ډېری یې خپلې ساندې او کړیکې خپروي، خلک یې سیاست مدار بلي.

بله دا چې اکثر کسان که دې خوا ته واوښتل، ډېری ملګري بایلي؛ ځکه هغوی ترې د خپلې څانګې اړوند د څه ویلو تمه لري. لومړی خو سیاست او سیاست مداران دومره بد و بلا نه دي/ یا باید دلته نه وای، چې د دې برخې له خلکو دې حتما کرکه وشي، دا خو زموږ د جغرافیې غم دی، چې د دې برخې اکثر کرکټران پکې ناسم او فاسد کسان تېر شوي دي، خلک ورسره همغسې مینه نه ښیي، بله دا چې که د خوب، تلو، راتلو، اوسېدنې، زدکړو او… مسکنونه دې ارام نه ول، جګړه وه، نو فرضا د شعر په اړه خبرو کولو ته به دې څه زړه ښه شي؟ څوک به یې درسره ولولي؟ چې چاودنه وشي، زراعتپوه ته په هغه ورځ د مڼو او زعفرانو د کر کیلې، یا ارزښت په اړه خبرې پخپله هم نا انصافي ښکاري.

درېیمه دا چې زموږ په حوزه(ادبیاتو) کې که څوک محض خپلې کړیکې الفاظو ته راوړي، یعنې شاعري کوي، نو موږ ادیب ورته نه وایو. که له سیاسي حالاتو چا کوکې کولې، سیاست ته یې تللی مه بلئ!
اخره دا چې ټولنیز علوم، نظریاتي زدکړې، په ټوله کې پر یوه لار سره روان دي، هغه که ارواپوهنه ده، که ادب دی، که فلسفه ده او که … سیاست دی، نو دې ته هم پام پکار دی.

بخت مرجان بختیار



سیاست لیکنه مقاله
t