ملت ولې غني انتخاب کړ او ولسمشر ته څه پکار دي؟

ملت ولې غني انتخاب کړ او ولسمشر ته څه پکار دي؟

لیکنه: عرفان حسن

د پورته سرلیک د لومړۍ پوښتنې په بنأ د افغانستان په څير په جګړه ییز،د فقرسره موجه او د حریصو دښمنانو په شتون هغه هیواد دی،چې ملت یې څولسیزې په خورا سخت بحراني حالت کې قرار درلود/لري. افغانستان د مات لاس په څير دی یو هیواد دی، چې تر ډیره د بهرنیوهیوادو په ځانګړي توګه د غرب په مرستو تکیه دی.

دداسې په هر لحاظ وروسته پاتې هیواد لپاره یو داسې غښتلی اواکاډمیک رهبر پکار و،چې ددې وطن او ملت په درد دوا او له شته بحرانه يې خلاص کړي. په ۲۰۱۴ م کال کې ملت ښاغلی غني انتخاب کړ،سره ددې چې حکومت د ونډو په اساس وویشل شو. د ولسمشر په خبره ددې په خاطر يې واک شریک کړ، چې د افغان ملت وینه ونه بهیږي او وطن داخلي جګړو ته ستون نشي. ولسمشر سره ددومره ننګونو ځیني لاسته راوړنې اواصلاحات هم په خپله پینځه کلنه دوره کې لرل چې یوبل اوږد بحث دی.

په کل کې هدف دا و چې ملت پدې خاطر ولسمشر غني انتخاب کړ، چې له هیواد له شته بحرانه، فقر،بې وزلۍ اوله روان بد امنیتي وضعیت خلاصی ومومي.

دا هم د یادونې وړده، چې په تېر کې د ولسمشر غني لویه تیروتنه داوه، چې واک یې له نورو سره شریک کړ،دا ددې سبب شو، چې د ډیرو ملي مسایلو ځنډ همدغه د واک شریکان شول.

بلی، که هغه مهال سازش نه وای شوی، ولسمشر به ډير څه کړي وای.اوس دې ته راځو چې ملت له ولسمشره څه غواړي؟ او ولسمشر ته څه پکار دي چې ویې کړي؟

د روان کال د میزان په شپږمه په ټول هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې اکثریت ملت د ښاغلي غني په مشرۍ د (دولت ساز) ټاکنیز ټيم ته په پراخه کچه خپلې رايې استعمال کړې. د هیواد د روان بد امنیتي وضعیت کې د سر په بیه د رایو محلونوته لاړل دا پدې خاطر چې ښاغلی غني بیا تر ارګه ورسوي او ددې ملت او وطن د آبادۍ لپاره بیا یو فرصت ورکړي.

اوس چې د انتخاباتو دوه میاشتې تیرې شوي ملت د ټاکنو د نهايي پایلو په طمع دی، د ټاکنو خپلواک کمیسون ته ځينې نوماندان د یادې ملي او دیموکراتیکې پروسې د خنډ اوځنډ چیلکونه اچوي او د کار مخه یې نیسي د حکومت هیله کیږي،چې د خپلوصلاحیتونو په او د هیواد د اساسي قانون په اساس د ټاکنو کمیسیون سره لازمه همکاري وکړي. هیچا ته اجازه ورنکړي چې ددې ملي پروسې پر وړاندې خنډ وګرځي.

یاده دې وي د دولت ساز په مشرۍ ښاغلی غني دې د هیچاسره سازش نکوي د ملت له سپیڅلو رایو دې قوي دفاع وکړي دده کوچنۍ بې غوري دا وطن له ګڼو ستونزو سره موجه کولی شي.د افغان ملت هیله او غوښتنه همداده،چې دا ټاکنې باید ګټونکی او بایلونکی حتمي له ځانه سره ولري. نه داچې د سازش او معاملې په اساس یو د ونډو په اساس ګډ او پڅ حکومت رامنځته شي.



حسن غني لیکنه ملت
t