هغه پرېکړه چې په زړه پورې نه وه، خو اړینه وه

هغه پرېکړه چې په زړه پورې نه وه، خو اړینه وه

‎وحید عمر

د روان کال د لړم په څلورمه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ريیس ولس ته په وینا کې یوه لویه او سخته پرېکړه اعلان کړه. دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو اسټرالیايي Timothy John Weeks او امریکايي Kevin King په بدل کې د درې تنو هر یو؛ حاجي مالي خان، عبدالرشید او انس حقاني، مشروط خوشې کول وو.

د دې پرېکړې په اړه په ولس کې بېلابېل غبرګونونه او اندېښنې پیدا شوې دي، خو دې موضوع ته له ځينو نورو زاویو هم کتنه کېدای شي چې پټ اړخونه به نور هم روښانه کړي؛

د رهبري سټراټېژیک لرلید

د هېواد او ولس په کچه رهبري سخت او ستونزمن کار دی او سختي یې په همدې کې ده چې باید ځينې پرېکړې تر هغه ځایه لوړې وشي چې یوازې ولس ته ښکارېږي. رهبران ځينې وخت اړ کېږي چې د اوږدمهاله او سټراټېژیکو ګټو لپاره ځینې داسې سختې پرېکړې وکړي چې ولس ته به ډېرې په زړه پورې نه وي. همداسې یوه پرېکړه د درېیو بندیانو د مشروط خوشې کولو هم وه چې کول یې په اوسنیو حالاتو او اوږدمهاله راتلونکي کې افغانستان ته اړین او ګټور وو.

د افغانستان د کوربه‌توب مسوولیت

د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د دې استادانو تدریس له هېواد سره د نړیوالو د همکاري یوه بڼه ده. دا استادان افغانستان ته د پوځي ماموریت لپاره نه وو راغلي، دوی ملکي او اکاډمیک خلک وو او دلته یې د افغان ولس لوڼې او زامن روزل، په عصري زده‌کړو يې سمبالول. د امریکايي پوهنتون د دغو دوو استادانو امنیت د افغان دولت مسوولیت و او د افغان دولت د مسوولیت له ساحې اختطاف شوي هم دي.

په دې وروستیو کې دا اندېښنې هم پیدا شوې وې چې د دغو استادانو صحي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، په دې خاطر د بشري مسوولیت تر څنګ د کوربه هېواد په حيث هم باید افغان دولت د دې بندیانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کړې وای.

نړیوالې اړیکې او همکارۍ

افغانستان تل هڅه کړې چې له خپلو متحدانو سره ښې اړیکې ولري، همدا لامل دی چې متحدانو یې په سختو حالاتو کې ملاتړ کړی او نه یوازې د دولت، بلکې د ملت د ښېګڼې، رفاه او ارامې لپاره یې مالي او بشري مرستې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د امریکا متحده ایالات او استرالیا هغه هېوادونه دي د طالبانو د نظام له پرځېدو وروسته یې د افغانستان دولت او ولس سره وخت پر وخت په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سټراټېژيک متحد په حيث افغان ملي امنیتي ځواکونو سره مرستې او همکاري کوي او افغان ملي امنیتي ځواکونه لا هم د دوی مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان له دې هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی او پلوی دی، په دې خاطر یې د دغه اوږدمهالې سټراټېژیکې ملګرتيا ساتلو او همکاریو ته د درناوي او د دوی د همکاریو په مقابل کې د یوې قرباني ډوله متقابلې مرستې په حيث له دوی سره د اتباعو په را خوشې کولو کې خپله برخه مسوولیت ادا کړی وی.

اوږد مزل له یوه ګامه پيلېږي

پر افغان دولت تل دا نیوکې شوې چې د سولې پر وړاندې خنډ دی، خو حقیقت دا دی چې زموږ دولت هيڅکله د سولې پر وړاندې خنډ نه و، بلکې تل یې پر طالبانو د سولې لپاره د خبرو اترو غږ کړی دی.

د دغو بندیانو مشروط خوشې کول بیا هم دا ثابتوي چې افغان حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي او که د واقعي سولې ډاډ را منځ ته شي، حتا د خپل ولس او خلکو د سوکالې لپاره تر دې حده سختې پرېکړې هم کولای شي. په دې کې شک نه‌شته چې د داسې بندیانو خوشې کول د افغانستان د سولې په پروسه مثبت اغېز لري. افغان دولت په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره تر دې حده لوی قیمت پرې کړ، اوس تمه دا ده چې وسله‌وال طالبان هم د سولې لپاره خپل چمتووالی وښيي.

د افغان دولت مالکیت او حاکمیت

دغه درې تنه بندیان د افغانستان حکومت په بند کې وو او د دوی د خوشې کولو یا نه خوشې کولو پرېکړه یوازې د افغان حکومت او واک صلاحیت و. له دې مخکې که یې د نه خوشې کولو خبره کېده، همدا یې ثابتوله چې افغان حکومت په دې برخه کې خپلواک دی او که یې اوس خوشې کوي هم دا ثابتوي چې په دې پروسه کې اصلي مالکیت یوازې د افغان حکومت دی.

زموږ دولت په دې کار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د سولې خبرو اترو اصلي او مالک اړخ دې وپېژني او پوه دې شي چې یوازې له افغان دولت سره خبرې اترې تلپاتې سوله راوستلای شي.

د ځینو اندېښنو وضاحت

د بندیانو مشروط خوشې کول د افغان دولت کمزوري نه وه، بلکې دا کار یې هم په سیاسي او هم د جګړې په ډګر کې له قوي موقفه کړی دی. افغان ملي امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې لس ولسوالۍ د طالبانو له ولکې خلاصې کړې او د جګړې په ډګر کې یې لویې بریاوې هم تر لاسه کړې دي. له افغان حکومت سره اوس هم د طالبانو یوولس زره بندیان دي. له دې مالومېږي چې درې تنه بندیان مشروط خوشې کول د طالبانو او د طالبانو د ملاتړيو ګاونډیو هېوادونو له خوا په افغان دولت کوم فشار نه و، بلکې دا یوازې نړیوالو متحدانو سره د متقابلې همکاري او د سولې پروسې ته د ښه نیت ښوولو لپاره د افغان دولت اقدام و.

ولس دا اندېښنه هم لري چې دغه مشروط ازاد شوي بندیان به بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شي. د افغان دولت له بین المللي همکارانو له خوا دا ډاډ را منځ ته شوی چې دوی به موضوع له نږدې څاري او دغه مشروط ازاد شوي بندیان به تر نظارت لاندې نیسي چې بېرته د جګړې میدان ته ستانه نه شي.



عمر لیکنه پریکړه
t