افغانستان کې د کم عمره ماشومانو مړينه ډېره شوې

افغانستان کې د کم عمره ماشومانو مړينه ډېره شوې

د يونسيف ادارې د مالوماتو په حواله، افغانستان په نړۍ کې دريم هېواد دی چې کم عمره ماشومان پکې ډېر مړه کېږي.

يادې ادارې د مالوماتو له مخې په دې کې تر ډېره هغه ماشومان شامل دي چې عمرونه يې له پنځه کلونو کم وي.

د یونیسف ادارې د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زېږدنو کې دوه سوه اوه پنځوس تنه ده.




t