اولادونو ته مو وخت ورکړئ

اولادونو ته مو وخت ورکړئ

 رابین شرما

څومره پر خپلو اولادونو ویاړی؟ ایا ستاسو اولادونه ستاسو لپاره لومړیتوب لري؟

زما اولادونه خو زما لپاره ویاړ او لومړیتوب دی. که زما اولادونه زما نشتون حس کړي، د سترګو په رپ کې خپل ټول کارونه پرېږدم، څو له دوی سره واوسم.

ډېری لوی او شتمن کسان له ډېرو لرې ځایونو ټورنټو ته راځي، څو له ماسره وویني، دوی ما ته وایي، چې هر ډول شتمني لرو، خو په حقیقت کې هېڅ هم نه لرو.

دوی ځکه داسې وایي چې له خپلو ماشومانو سره یې د خپل ژوند لږې شېبې هم نه دي تېرې کړې، نو ځکه خو یې اصلي شتمني او خوښي له لاسه وتلې ده.

پیسې غوره شتمني نه ده، په رښتیا هم نه ده! نن له هغو کسانو سره مینه وکړئ چې د زړه له تله مینه ورسره لری، د هغوی ستاینه وکړئ او هغه څه ورته ووایئ چې تر اوسه مو یې د ویلو جرئت نه دی کړی.

هېڅکله به پر دوی باندې له ویاړ کولو څخه پښېمانه نه شی، هېڅکله هم نه! پیسې لویه شتمني نه ده.




t