د زده کوونکو تر منځ د پوهنې د ستوري سیالۍ پای ته ورسیده

د زده کوونکو تر منځ د پوهنې د ستوري سیالۍ پای ته ورسیده

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له لوري د پوهنې د ستوري معلومولو سیالۍ چي یوه اونۍ وړاندي پیل شوي وې وه د غربي لښکري بازار هلکانو ښوونځۍ کي یادي سیالۍ پای ته ورسیدې.
د پوهنې د ستوري په یاده پای غونډه کي د هلمند پوهنې رئیس تر څنګ د یو شمیر ادارو مسؤلینو، د ښوونځۍ مدیر، ښوونکو او زده کوونکو پکي برخه درلوده.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وویل چي زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده، او ټول ښوونکي هڅه کوي چي خپل زده کوونکو ته په ښه ډول زده کړه انتقال کړي.
ښاغلي صفاري وویل چي د یادو سیالیو په ترسره کولو سره زده کوونکي نور هم هڅول کیږي چي خپلي زده کړي تعقیب کړي.
د یادوني وړ ده، چي د سیالۍ په پایله کې د غربي لښکري بازار ښوونځۍ څلور تنو زده کوونکو باالترتیب لوموړي ، دوهم ، اودریم مقامونه ترلاسه کړل چي له دې جملې نه دوه تنه یی دوهم نمره ونومول شوه.
د یادوني وړ ده چي د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه مډال چي د لیسې ذکور لوبډلې ته د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا ورکول شوی وو د هلمند پوهنې رئیس ته ډالۍ کړ.




t